ښاغلي ګروسي ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې، په دې برخه کې د ایران د فعالیتونو چټکتیا ډیره اغیزمنه وه.
د ګروسي دا څرګندونې چهارشنبه د لوموند ورځپاڼې له خوا خپرې شوي. هغه هم داسې وخت چې ګروسي تهران ته تللی.
له لوموند ورځپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي ګروسي زیاته کړې که څه هم ایران وسلو ته تر بشپړ لاسرسي لا واټن لري خو د ده په خبره دا واټن ډېر زیات نه دی.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي د تهران او اټومي اژانس تر منځ د ځینو اختلاف وړ مسلو د هواري په هدف تهران ته سفر کړی او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي.
له عراقچي سره تر خبرو وروسته ښاغلي ګروسي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې: « د ایران د اټومي پروګرام د سوله ایز طبیعت په اړه د باور د ترلاسه کولو په هدف د نړیوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري اړینه ده هغه هم داسې وخت چې ډیپلوماسۍ ته سخته اړتیا ده»
ګروسي او عراقچي د ایران او امریکا د اټومي لانجې پر سر د خبرو د دویم پړاو په درشل کې لیدلي.
د ایران او امریکا دویم دور خبرې را روانه شنبه په روم کې ترسره کېږي.
د دواړو هېوادونو مرکچیانو د عمان په منځګړیتوب تېره شنبه هم په مسقط کې غیرمستقیم خبرې وکړې.
په هغه ناسته کې د ایراني پلاوي مشري عباس عراقچي او د امریکايي پلاوي مشري د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف کوله.
د امریکا ولسمشر له ایران سره د اټومي تړون په لټه کې دی او خبرداری یې ورکړی که هوکړه ونه شي پوځي اقدام به وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د چهارشنبې په ورځ ټینګار کړی چې د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران حق د مذاکرې وړ نه دی.
عراقچي تر هغه وروسته دا خبره کړې چې د امریکا مخکښ مرکچي سټیف ویټکوف ویلي ایران باید اټومي بډاینه سمدستي بنده او له منځه یوسي څو له واشنګتن سره تړون ته ورسېږي.
په ټوله کې د ایران او امریکا تر منځ د عمان په منځګړیتوب خبرې دواړو لوریو مثبتې او رغنده بللې دي.
لویدیځ قدرتونه وايي ایران یورانیم په هغه لوړه کچه بډایه کوي چې تر سوله ییزو اهدافو یې اندازه پورته او د اټومي بم د جوړولو ته نږدې ده.
ایران بیا تل رد کړې چې د اټومي وسلې په لټه کې دی.