د سند یا اندوس د اوبو تړون هغه تاریخي موافقه ده چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب د هند او پاکستان تر منځ وشوه او په اساس یې پاکستان ته د اندس د سیندونو د اوبو پر بهیر ټینګار کوي.
د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستان په وړاندې د هند د یو لړ اقداماتو خبر ورکړ.
«د اندس د اوبو د ۱۹۶۰ کال تړون به سمدستي وځنډول شي څو چې پاکستان له پولو بهر له ترهګرۍ خپل ملاتړ ونه دروي.»د هند د بهرنیو چارو سکرتر
مسري زیاته کړه:
«د عطاري چک پوسټ به سمدستي وتړل شي. کوم خلک چې له هغې لارې هند ته تللي د مې تر لومړۍ بېرته ستانه شي. پاکستاني اتباع به د سارک د ویزو د معافیت په خاطر هند ته د سفر اجازه ونه لري. پاکستانیانو ته دا ډول ویزې لغوه شوې. کوم پاکستانیان چې په دې ویزو دمګړۍ هند کې دي باید تر ۴۸ ساعتونو ووځي.»
که چېرته هند د سند/اندس تړون په اړه خپله پرېکړه عملي کړي له مخې به یې پاکستان ته د دریو بهیدونکو سیندونو اوبو پرې شي.
هندي چارواکو دا اقدام د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پهلګام په غرنۍ سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې تر خونړي برید وروسته وکړ.
په هغه برید کې چې د لشکر طیبه اړوندې یوې وسله والې ډلې د مقاومت جبهې په نوم کړی لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې لږ تر لږه ۲۵ تنه ملکي سیلانیان او یواځې درې د هند د امنیتي ادارو غړي په وژل شویو کې شامل دي.
په ټلویزیونونو او خواله رسنیو د دې برید ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې پکې د عامو وژل شویو سیلانیانو مړي په میدان پراته دي او خلک له ویرې منډې وهي.
د سویش دې په نوم یوه هندي سیلاني چې له دې پېښې روغ وتلی اسوشیتید پرېس ته وویل:
«موږ له ځايي خلکو سره خبرې کولې چې ناڅاپه خلکو منډې شروع کړې. موږ وارخطا شوو. له موږ سره نږدې یو رستورانت وو. د رستورانت مالک موږ ټول شپږ کسان دننه کړو او دروازه یې قلف کړه»
تر برید وروسته سلګونه هندي سرتیري پهلګام ته تللي او د وسله والو د لټون عملیات کوي.
هند همداراز د پاکستان په وړاندې د اقداماتو په دوام په نوې ډهلي کې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ لوړپوړو ډپلوماټانو او غړیو ته ویلي چې په اوه ورځو کې دننه له دغه هېواده ووځي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي خپل یو بهرنی سفر نیمه پرېښی او پرون یې امنیتي غونډه دایره کړې ده.
د پاکستان غبرګون
پاکستان د برید تورونه په کلکه رد کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند لخوا د اندس تړون ځنډول او دپلوماتانو ایستل "غیرمسؤلانه او پاروونکې" وبللې.
په بیان کې راغلي: "دا اقدامات ښيي چې هند د غمجنو پېښو نه د سیاسي ګټو لپاره ناوړه استفاده کوي." پاکستان خبرداری ورکړی چې که هند د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کوي، نو دوی به نړیوال حقوقي ګامونه پورته کړي.
نړیوال غبرګون
د ځینو هېوادونو مشرانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ضد غبرګون ښودلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي هېواد یې د ترهګرۍ په وړاندې د هند سره کلک ولاړ دی او د وروستۍ پېښې په خاطر له هند سره خپله ژوره خواخوږي او ملاتړ اعلانوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، چې په هند کې و، برید غندلی او له دواړو هیوادونو یې د زغم غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او تروریستي حمله یې بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
کارپوهان وايي چې حالات د اوږدې مودې ترینګلتیا خوا ته روان دي.