د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۳

د استانبول ګڼ استوګن نن سختې زلزلې سخت وویرول


استانبول
استانبول

د ترکیې د طبیعي پیښو ادارې وویل چې په وروستیو کلونو کې دا تر بل هر وخت سخته زلزله وه.

د ترکیې د حکومت په وینا د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه و.

د استانبول اوسیدونکې لیلا اوجار وایي:

« ما له خپلو زده کوونکو سره سپورټ کاوه چې سخت ټکانونه مې احساس کړل. په شلم منزل کې ژوند کوو. د ودانۍ وروستی منزل دی. ټکان دومره زورور و چې موږ ولویدو. نه پوهیدو چې څه شوې دي. دومره ویریدلي وو چې فکر مو نه کاوه چې زلزله ده. ډیره ویرونکې وه»

د استانبول د نژدې شپاړس میلیوني ښار له هسکو ودانیو ګڼو خلکو د زلزلې له ټکانونو سره واټونو او پارکونو ته مخه کړه.

تر اوسه د دې سختې زلزلې له امله د تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ور کړل شوی.

استانبول چې نیم یې په اسیا کې دی او نیم په اروپا کې، د اروپایي برخې یوشمیر دوکانونه له زلزلې وروسته بند شول.

د دې زلزلې مرکز د سیلیوري په سیمه کې و چې له استانبول څخه لویدیځ لور ته په اتیا کیلومترۍ کې پرته ده. د ترکیې د طبیعي پيښو د ادارې په وینا دا زلزله تر مځکې لاندې په شپږ اعشاریه دوه نوي کیلومتره کې وشوه.

د ترکیې د ترانسپورت وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل چې له لومړنیو تحقیقاتو چې په لویو لارو، هوایي ډګرونو، ریلګاډو او فرعي لارو کې ترسره شوې دي، داسې ښکارې چې د زلزلې له امله څه زیان نه دی اوښتی، خو د یوه تن د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوې دي چې هغه هم د زلزلې له ویرې له بالکون څخه ځان لاندې اچولی او ټپي شوی دی.

د استانبول د والي دفتر ویلي دي چې د کومې ودانۍ د نړیدو راپور یې نه دی ترلاسه کړی. دې دفتر په یوه بیان کې له خلکو غوښتې دي چې هغو ودانیو ته مه ورنژدې کیږئ چې داسې ښکارې چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دی وضعیت څاري او د ولسمشر دفتر یو لارښود خپور کړی دی چې په هغه کې خلکو ته لارښوونه شوې ده، که بیا د زلزلې ټکانونه احساس شی، څه وکړي.

د ترکیې په جنوب او د سوریې په شمال کې دوه کاله مخکې د فبروري په میاشت کې د اووه اعشاریه اته ریښتر درجې په کچه زلزلې تر پنځه پنځوس زره د ډیرو کسانو ژوند واخیست او تر یولک او اووه زره ډير یې ټپيان کړل. د هغې زلزلې له امله په سلګونو زره کسان بیځایه شول چې یوشمیر یې لاهم په موقتي کورونو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG