پولیسو ویلي بریدګر چې یو شل کلن ځوان او د پولیسو د ادارې د یوې مرستیالې زوی دی د فلوریدا په ایالتي پوهنتون کې په خلکو باندې ډزې وکړې.
بریدګر د خپلې مور د خدمت دورې په وسله په خلکو ډزې کړي چې لږ تر لږه ۲ کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي.
د فلوریدا د مرکز تالاهاسي د پولیسو مشر لارنس ریویل ویلي، پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورغلل او بریدګر چې اوامر نه منل په مرمۍ وویشتل شو او ټپي شو.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلوریډا ایالت په پوهنتون کې ډزې د شرم وړ پېښه وبلله خو ویې ویل چې دی به تل د امریکا د اساسي قانون د دویم تعدیل ملاتړی وي.
د دغه تعدیل په اساس په امریکا کې د وسلو ساتل د خلکو حق دی او د کور په محوطه کې د ځان د دفاع په څېر د ځینو اهدافو لپاره یې کارولی شي.
«مګر ټوپک ډزې نه کوي. خلک یې کوي. دا یوه جمله ده چې شاید ډیر ځله کارول کیږي. زه به تاسو ته ووایم چې دا د شرم خبره ده.»ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «زه اوس د دې پېښې په اړه پوه شوم. زه په هغه سیمه کې ډېر بلد یم. زه دا پوهنتون ډېر ښه پېژنم. زه يې په ټولو مساییلو پوهېږم فلوریدا ده ځکه. او زه به د یادې مسلې په اړه وروسته وغږیږم.»
د ټرمپ هستوګنځی مارالاګو هم د فلوریدا په پام بیچ ښار کې دی چې له مرکز سره ډېر واټن لري.
چارواکو لا د فلوریدا په ایالتي پوهنتون کې د دې پېښې انګیزه نه ده بیان کړې. پېښه غرمه مهال د محصلینو له اتحادیې سره نږدې شوې چې له امله یې محصلین او د هغوی میندې او پلرونه له ویرې تښتېدل او ځینې یې د باولنګ صالون کې ځانونه پټ کړي وو.
بریدګر، د پولیسو لخوا د فینکس ایکنر په نوم یاد شوی چې د همدغه فلوریدا دولتي پوهنتون محصل دی.
په پېښه کې وژل شوي دوه کسان محصلین نه وو.
دا پوهنتون د فلوریدا په کچه له لویو پوهنتونو دی چې لږ تر لږه ۴۴زره محصلین لري.
۲۰۱۴ کال کې هم د یاد پوهنتون په کتابتون کې ډزې شوې وې چې پکې درې تنه ټپیان وو. هغه وخت بریدګر د پولیسو له خوا وژل شوی وو.