د طالبانو حکومت له درې ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د بګرام هوایي اډې په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون وښود.
په پاکستان کې یو شمېر «پي اور ار» کارت لرونکي وايي چې د دغه هیواد پولیسو په بېلابېلو سیمو چاپې وهلي او پرته له دې چې کډوالو ته د خپلو کورنیو د وسایلو د لیږدولو فرصت ورکړي، دوی یې نیولي او کمپونو ته یې انتقال کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ یوځل بیا د بګرام د هوايي اډې د نیولو پر هوډ ټینګار کړی دی. ښاغلي ټرمپ بېګا ناوخته پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په یوه بیان کې ګواښ وکړ او ویې لیکل چې که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې امریکا ته ونه سپاري، نو بده به ورپېښه شي.
د امریکا ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي. ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا خبره وکړه. بل لور ته یوه طالب چارواکي ویلي دي چې افغانستان هیڅکله بهرنی حضور نه دی منلی خو له واشنګتن سره د سیاسي تعامل غوښتونکې دي.
د کونړ ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د دوی د سیمو بیارغونه باید په بنسټیز ډول ترسره شي. دوی وايي سړکونه، لارې او د دوی کورونه باید جوړ او دوی ته کاري فرصتونه برابر شي. یو شمېر رضا کاران هم ټینګار کوي چې د سړکونو له بیا جوړولو پرته لیرې پرتو سیمو ته د مرستو رسول ناممکن دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د کونړ د زلزلې له امله زیانمنې ښځې او نجونې له نویو ګواښونو لکه د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې د زیاتېدو له خطر سره مخ دي.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو حکومت له خوا د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه د بندولو اقدام سره هم مهاله، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به ډېر شمېر سره زده کوونکې له انلاین زده کړو پاتې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دی غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته د امریکا تر واک لاندې راشي؛ دا یو اقدام دی چې ښايي یو ځل بیا امریکا په دغه هیواد کې ښکېله شي او هغه ستراتیژیکه شتمني بېرته ترلاسه کړي چې څلور کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو پر مهال له لاسه تللې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې متحدو ایالتونو د ایران پر چاه بهار بندر د بندیزونو معافیت پای ته ورساوه.
طالبانو د جمعې په ورځ( د سپتمبر ۱۹ مه) یو بریتانوی مېړه او مېرمن یې، چې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د نامعلومو تورونو له مخې نیول شوي وو، خوشې کړل. یوه چارواکي وویل دا اقدام د طالبانو د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي له کلونو وروسته د واکمنۍ نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.
یو شمیر افغان کرکټ پوهان اسیا جام نه د افغان لوبډلې خالي لاس تګ او بل پړوا ته یې د لارې نه موندلو اصلي لامل د لوبډلې غیز منظموالی او نه چمتوتوب بولي زیاتوي، د لوبډلې په ترکیب کې باید جدي بدلون راشي.
نور راوښيه