له دې ډلې کرکټ پوه او د افغانستان د کرکټ بورد د سپین غر زون (ختیځ زون) پخواني مشر بختیار ساحل ازادي راډیو ته وویل"زما له انده په ټوله کې په اسیا جام کې د افغان لوبډلې حق هم نه جوړېده چې په دې کارکردګۍ د څلور غوره لوبډلو پړاو ته ولاړه شي. کومې لوبډلې چې د څلور غوره لوبډلو پړاو ته تللي هغه یې حق داره وې، دوی ډیرې تیارې، منظمې او په پوره پلان سره اسیا جام ته راغلې وې، خو افغان لوبډله منظمه هم نه وه او چمتو هم نه وه، زه فکر کوم چې افغان لوبډله ډېرو مهمو او ژورو بدلونونو ته اړتیا لري."
له بنګلدېش سره تر لوبې وروسته د کرکټ منتقدان د ملي لوبډلې په ترکیب کې د جدي بدلون غوښتونکي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د کرکټ جام په لوبو کې پنجشنبه د سپتمبر په ۱۸ مه سریلانکا نه ماتې وخوړه او لوبیز سفر یې په دغه جام کې تمام شو.
افغانستان مخکې له بنګله دیش نه هم ماته خوړلې وه او یوازې هانګ کانګ یې ګټلی و. افغان لوبډلې له بنګله دیش څخه د اتو منډو په ټوپیر ماته وخوړه او سریلانکا بیا د لوبې په اتلسم اور کې د افغانستان له خوا ټاکل شوی د ۱۷۰ منډو هدف پوره کړ.
افغانستان تر دې لوبو مخکې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره په درې اړخیزې لوب لړۍ کې هم خالي لاس پاتې شو او فاینل لوبه کې کپ ترې پاکستان پورته کړ.
کرکټ پوه او د وصال میډیا مشر محمد واصل وصال هم د اسیا په سږني شل اوریز جام او تر هغې مخکې درې اړخیزو لوبو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ده په خبره غیر متوازن والي انتقاد لري.
ښاغلی وصال وايي"مونږه ډېر زیات حساب په خپلو الرونډرانو او سپینرانو باندې کوو. مونږ تیز بالران نه لرل، یوازې یو فاست بالر سره مونږ ټولې لوبې کړي چې دا په کرکټ کې زمونږ یوه ډېره کمزورې نقطه ده. بل د بیټنګ په برخه کې تاسې وګورئ، هیڅ یوه لوبډله له درې توپ وهونکو سره میدان ته نه ښکته کېږي، چې دا زمونږ د ماتې یو ډیر لوی لامل و، حداقل په یوه لوبډله کې باید پنځه عمده یا جنرال توپ وهونکي وي چې ته سیالي او لوبه وګټې."
د افغانستان کرکټ بورد ویاند سید نسیم سادات د دغو نیوکو او انتقادونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو کرکټ بورد پر خپله فیس بوک پانه لیکلي " په ناهیلۍ سره د اسیا د ۲۰۲۵ کال د جام سفر پای ته ورسېد."
پر لوبډلمشر انتقاد دی چې د ځینو لوبغاړو وروستیو لوبو ته پام هغوی یې باید په لوبډله کې نه وای اخیستي.
د یادونې ده چې د اسیا د کرکټ له شل اوریز روان جام له ( بي ګروپ) څخه چې افغانستان هم په کې و، سریلانکا او بنګله دیش او له ( اې ګروپ) څخه بیا هند او پاکستان د غوره څلورو لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه.
د ۲۰۲۵ کال د اسیا کرکټ جام شل اوریزې لوبې د سپتمبر په اتمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي.
که څه هم ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په هندوستان کې ترسره کیږي خو د پاکستان او هغه هیواد ترمنځ سیاسي کړکیچونو د سیالیو ځای بدل کړ.
دا د اسیايي جام سیالیو اولسم پړاو دی خو افغانستان ته په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شوی و.
افغانستان تیر کال د دغه سیالیو دوهم پړاو ته لار موندلې وه.
د اسیايي جام سیالۍ د کرکټ د اسیايي شورا له لوري تنظیمیږي او په هرو څلورو یا دوو کلونو کې دا سیالۍ ترسره کیږي.
د اسیا کپ سیالۍ تر ډېره هند، سریلانکا او پاکستان ګټلي دي. هند اته ځله دا جام په خپل نوم کړی. سریلانکا بیا شپږ او پاکستان دوه ځل توانېدلي چې اسیا کپ خپل کړي.
بنګله دیش لوبډله که څه هم دوه ځلي د دې سیالیو پایلوبې ته لاره کړې خواتله شوې نه ده.