د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په ۱۶مه، د ایران دفاع وزارت او سپاه پاسداران ځواک سره د یو شمېر تړلو شبکو د تحریمولو په اړه پر خپله وېب پاڼه خپور کړي یو بیان کې ویلي، د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۹مې نېټې وروسته به هغه اشخاص چې د چابهار بندر له لارې فعالیت کوي، له بندیزونو سره مخ شي.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پر چابهار بندر له بندیزونو معافیت په دې هدف وضع کړ چې د افغانستان له بیارغونې او اقتصادي پراختیا سره مرسته وشي.
په دې معافیت کې د چابهار بندر پراختیا، د اړوندې اورګاډي پټلۍ جوړول او د افغانستان له خوا د استفادې لپاره د دغه بندر له لارې د غیر ممنوع مالونو لیږد او همدارنګه د افغانستان له خوا د ایران د نفتي توکو واردول شامل وه.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه بیان کې ټینګار کړی چې یاد وزارت اوس دغه معافیت "د ایران د رژیم د منزوي کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د اعظمي فشار له پالیسۍ سره سم" لغوه کوي.
هغه کسان چې د چاه بهار بندر له لارې کاروبار کوي، د سپتمبر له ۲۹مې څخه له بندیزونو سره مخامخ کېږي.
خو دا پرېکړه افغانستان څومره اغیزمنوي؟
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"په اوسني وخت کې دا پرېکړه افغانان له سختو ستونزو سره مخ کوي ځکه چې هلته واګه بندر هم بند دی، هند ته زموږ د وچو مېوو صادراتو کې لویه ستونزه جوړوي، زموږ هیله دا ده چې افغانان له دې بندیزونو معافیت کې وساتي، چابهار اوسنیو شرایطو کې زموږ لپاره ډېره مهمه لاره ده."
ښاغلی الکوزی وایي افغانستان مخکې په کلني ډول د ټولو صادراتو لس سلنه د چابهار بندر له لارې کول، خو ټینګار کوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د واګه په ګډون نورو سوداګریزو لارو کې د رامنځته شویو ستونزو له امله د هېواده اکثریت برخه صادرات د چابهار له لارې کېږي.
ځیني افغان سوداګر هم چې د چابهار بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه لري، د افغانستان په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د واګه بندر د بندېدو او هوایي دهلېزونو نه شتون او ګڼو نور نړیوالو بندیزونو ته په کتو دا پرېکړه اندېښمنوونکې او ان تباهي بولي.
افغان سوداګر حاجي عبدالاحد چې د چابهار بندر له لارې د وچو مېوو صادرات کوي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل"دا بندیزونه یوازې پر ایران نه، بلکې پر افغانستان هم دي، ځکه افغانستان د پاکستان له لارې نور هند ته (د سوداګرۍ) لار نه لري، اوس مو یوازې همدا د ایران د چابهار او بندر عباس له لارې صادرات کول، زموږ غوښتنه دا ده چې یا دې زموږ د سوداګرۍ پر مخ د واګه بندر خلاص شي او یا دې امریکا همدا معافیت دوامداره کړي، نور دې د افغانستان صادرات او واردات له تباهۍ سره نه مخ کوي."
افغان سوداګر وايي چې دا پریکړه به منځنۍ اسیا ته د افغانستان او هند ستراتیژیک لاسرسي زیانمن کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلو، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
هند او ایران هم تر اوسه په دې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
خو طالب چارواکو وړاندې په ځلونو پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو غوښتنې کړې دي.
د چابهار بندر پروژه چې د هند او ایران لخوا په ګډه رامنځته شوې، د پاکستان په ګډون افغانستان سره د بشري اکمالاتو او سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لاره ده.
امریکا دوه ځله، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې په رسمي ډول هند ته خبر ورکړی و چې د چابهار بندر د عصري کولو لپاره فعالیتونه به د دوی له بندیزونو معاف وي ځکه چې دا بندر افغانستان ته د مرستې لپاره د یوې مهمې لارې په توګه رول لوبوي.
چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پروت د اوبو ژور بندر دی.
دا هند ته د ایران تر ټولو نږدې بندر دی او په ازادو اوبو کې موقعیت لري، د لویو کارګو کښتیو لپاره اسانه او خوندي لاسرسی چمتو کوي.
د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ کال د می په ۲۳مه، د هند، ایران او افغانستان په ګډ تړون پرانیستل شوه، پر کراچۍ بندر یې د افغانستان اتکا ختمه او د ځمکې له لارې هند او وروسته منځنۍ اسیا ته د افغانستان سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړه.