اورانس مهدي په بدخشان ولایت کې یوه زده کوونکې ده.
نوموړې وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېدو، د انټرنت له لارې يې په يوه نړيوال ښوونځي کې انلاين زده کړې پیل کړې، خو په خبره یې اوس په دغه ولایت کې د نوري فایبر د انترنیټ په بندیدو سره دا هم ورنه پاتې شوې.
دا چې په نهم ټولګي کې ده، د جمعې په ورځ «د سپتمبر په ۱۹مه» یې ازادي راډيو ته وویل:
«د دې لپاره چې درې کاله مې په بشپړ ډول له تعلیمه واټن درلود، وای فای انټرنت یو لاره وه چې کولای مې شول بیا ځان ومومم، خو د وای فای په پرې کېدو مې ټوله هیله له لاسه ورکړې، د کال د نیمايي ازموینې مې تېرې کړې او اول نمر شوې وم، ډېر زیاز مې ویستلی و، اوس ډېره خپه یم.»یوه افغان زده کوونکې
دې وضعیت د یو شمېر هغو محصلینو اندېښنې هم راپارولې چې لا هم د نوري فایبر انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
نیروانا ابرام، چې په کابل کې د ښځو په یوه انلاین پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو محصله ده او د وای فای انترنیټ له لارې خپل انلاین ټولګي تعقیبوي، وايي:
«د انټرنت کیفیت مې هم ډېر راښکته شوی او هغه چټکتیا چې یې مخکې درلوده اوس یې نه لري، اوس مې ټوله اندېښنه همدا ده ځکه چې په دې وروستیو کې مې ټول تمرکز پر انټرنت دی چې که انټرنټ کاملاً راباندې پرې کړي، خو بیا هم هوډ لرم چې زما د رشتې اړوند په ښار کې چې څومره کتابونه دي ویې پېرم او غواړم چې هغه هدف مې چا ځان ته ټاکلی ترې لرې نه شم.»
په ورته وخت کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان او ښوونکي چې د انلاین ټولګیو له لارې له ښوونځیو او پوهنتونونو بې برخې نجونو ته بېلابېل مضمونونه تدریسوي هم د نوري فایبر انټرنټ بندېدل د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې یوه جدي ننګونه ګڼي.
د دوی له ډلې ښوونکې فریده مهمند ازادي راډیو ته یې وویل:
«په افغانستان کې د انټرنت پرېکول د زده کوونکو او محصلینو لپاره خصوصاً زما لپاره چې یو انلان ښوونیز پروګرام لرم، یوه لویه ننګونه ده، زه خپله کابل او زده کوونکي مې ولایتونو کې راسره درس وایي، انلاین زده کړې یوازینی فرصت دی چې زده کوونکي کولای شي خپلو اهدافو ته ورسوي، که انټرنت پرې شي نور به فرصت نه وي او زده کوونکي به ټول فرصتونه له لاسه ورکړي، نننۍ نړۍ کې انلاین زده کړې یوه اړتیا ده نه یو انتخاب.»
نوموړې زياته کړه، وروسته له هغه چې په مزارشريف کې د نوري فايبر انټرنټي خدمتونه پرې شول، د هغې يوه ښځینه زده کوونکې له انلاین درسونو بې برخې شوې چې له امله يې دا او زده کوونکې یې سختې ناهیلي او اندېښمنې دي.
وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګيو پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګه راوګرځولې، ډیریو یې د یوازینۍ بدیل لارې په توګه انلاین ښوونځیو او پوهنتونونو ته مخه کړه.
خو په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند کړل چې د انلاین زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې یې جدي ستونزې را ولاړې کړې دي.
د طالبانو د حکومت دغه اقدام د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوی او ټولو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د انټرنیټ د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت له څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګيو پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي. ملګري ملتونه وايي، د طالبانو د بندیزونو او نورو محدودیتونو له امله په افغانستان کې تر ۷ میلیونو پورې ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
چهارشنبه د سپټمبر ۱۷مه، په افغانستان کې له منځنیو زدکړو د نجونو له بې برخه کېدو څلور کاله پوره شول.
ملګري ملتونه وايي، له دې امله په دغه هېواد کې تر ۲،۲ میلیونو ډېرې نجونې د زده کړو له دوامه پاتې دي.