د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

د ټرمپ خبرو ته د طالبانو غبرګون: د افغانستان خپلواکي مو اصلي لومړیتوب دی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت له درې ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د بګرام هوایي اډې په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون وښود.

د بګرام هوایي اډې د بیا نیولو په اړه د ټرمپ له پرله پسې څرګندونو وروسته د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی ته د افغانستان خپلواکي مهمه ده او په وینا یې امریکا باید د دوحې تړون په ژمنو ودریږي.

د دوی په اعلامیه کې وړاندې راغلي" یوځل بیا یادونه کیږي چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي. "

د طالبانو حکومت په دغه اعلامیه کې ویلي، دوی ټولو هیوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

دا اعلامیه ورسته له هغه خپره شوه چې د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ تازه د بګرام هوايي ادې په اړه ګواښونکې څرګندونې کړي.

هغه د سپتمبر په شلمه ناوخته په خپله تولنیزه شبکه " ټروت سوشل " په یو بیان کې ګواښ وکړ " که افغانستان د بګرام هوايی اډه هغوی ته چې جوړه کړې یې ده، د امریکا متحده ایالاتو ته، بېرته ورنه کړي، بد څه به پیښ شي."

خو هغه په دې اړه ډیر جزیات نه دي ورکړي او سپیڼې ماڼۍ هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په تېرو نږدې دریو ورځو کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د بګرام د هوايي اډې د ترلاسه کولو په اړه بیا بیا څرګندونې کړې دي.

نوموړي د دغه اډې په ترلاسه کولو ټینګار کړې او ویلي یې دي چې دا اډه د چین د اټومي وسلو تاسیساتو ته نژدې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین یکشنبه د سپټمبر ۲۱ مه په کابل کې د پیلوټانو د فراغت په یوه غونډه کې ویلي چې دا کار امکان نه لري.

د افغانستان د یو لویشت خاورې په اړه معامله د منلو نه ده او نه یې عملي کېدل امکان لري
د طالبانو لوی درستیز


ده په دغو څرګندوني کې چې په ټولنیزو رسنیزو یې هم ویدیو ګانې خپرې شوي ویلي" د افغانستان د یو لویشت خاورې په اړه معامله د منلو نه ده او نه یې عملي کېدل امکان لري."

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې امریکايي چارواکو د تروریزم پرضد د ماموریتونو د پیل د ټکي په توګه د بګرام له هوايي اډې د کار اخیستو د څرنګوالي په اړه د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریس ذاکر جلالي د سپټمبر په ۱۸ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي وو له پوځي حضور پرته افغانستان او امریکا کولای شي له یو بل سره تعامل وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد یکشنبه د سپټمبر په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره د بګرام د هوايي اډې د کارولو امکان شته.

خلیلزاد چې تازه د بندیانو او برمته شویو د تبادلې په هدف کابل ته سفر کړی و، پرون پر ایکس شبکې لیکلي، که د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، نو دا احتمال شته چې د نورو هوکړو پړاوونه به هم پيلیږي.

هغه ویلي چې "د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم."

خو هغه ټینګار کړی چې دا مسله به ننګونې ولري.

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي، که څه هم امریکا ته د سیمې د کنترول لپاره د بګرام هوايي اډه ارزښت لري خو د دوی په باور امریکا به ونه غواړي چې د زور له لارې دا سیمه ترلاسه کړي.

زه باور نه لرم چې امریکا دې د پوځي حملې له لارې د بګرام د ترلاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا کار طالبان نه مني
اسحاق اتمر

د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر"زه باور نه لرم چې امریکا دې د پوځي حملې له لارې د بګرام د ترلاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا کار طالبان نه مني او د دوی له ایډیالوژۍ سره خلاف کار دی، هو که د دواړو لوریو ترمنځ یو سیاسي هوکړه وشي" څه راکړه څه واخله" نو بیا دا د عملي کېدو وړ ده."

د بګرام هوايي اډه چې د کابل د شمال په څلوېښت کیلومتره واټن کې پرته ده په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځیانو په پراخ ډول کار ترې اخیست.

دا اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له پېښېدو یوازې څو اونۍ مخکې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته وسپارل شوه او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی ځواکونه په کې ځای پر ځای شول.

د راپورونو له مخې بګرام د نړۍ له لویو هوايي اډو یوه ده چې د کانکریټو او فولادو څخه جوړه ۳ عشاریه ۶ کیلو متره اوږده الوت کرښه یا رن وې لري چې د سترو باروړونکو او جنګي الوتکو لپاره مساعده ده.


XS
SM
MD
LG