د جرمني ورځپاڼو دې راپور چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري د افغانانو د ایستلو بهیر پراخ کړي په هغه هیواد کې یو شمیر افغانان اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو په دوام تازه په شمالي ولایت بلخ کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه بند شوي دي.
د طالبانو د حکومت دوو سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړې چې د دوی امنیتي ځواکونو کابل کې د دوی د اوبو او انرژۍ وزارت برحاله سلاکار فاروق اعظم نیولی دی. د هغه د ځای ځایږي په اړه معلومات نشته، خو د هغه له یوه لیکه چې ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، داسې بریښي چې ګواکې یوې توقیف خونه کې دی.
د طالبانو مشر د خپل حکومت له غړو غوښتي چې دولتي مسوولیتونه او دندې وړ کسانو ته وسپاري. دا خبرې ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې چې وخت او ځای یې مشخص نه دی شوي او پرون دوشنبه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اکس پاڼه خپرې کړي.
نن د سپټمبر ۱۵مه د ډیموکراسۍ یا ولسواکۍ نړیواله ورځ ده. ډیموکراسي یا ولسواکي، هغه کلمې چې ښايي په دې وروستیو کې د افغانانو په ذهنونو کې ډېر کم وګرځي او یا یې هم بېخي هېر شوی وي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ای.او.ایم اعلان کړی چې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۳ لکه ۵۰ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له نړیوالو بېړنیو مرستو پرته د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمن شویو ژوند له خطر سره مخ دی.
د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په جوزجان ولایت کې یې د طوطي میدان ګازو د کشف او استخراج عملي کار د ازبکستاني شرکت "اریل کام" په همکارۍ پیل کړی دی.
د پاکستان صدراعظم وايي په افغانستان د طالبانو حکومت باید د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ یو انتخاب کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ شهباز شریف دا څرګندونې پرون د خیبرپښتونخوا په بنو کې په یوه غونډه کې کړي دي.
یو شمیر سیمه ییز روغتیا پالان وایي، په زلزله ځپلو کې د (scabies) په نوم یو ډول جلدي ناروغي رامنځته شوې او یوشمیر نور یې په اسهال اخته شوي دي.
داسې مهال چې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي زلزله ځپلیو سره لازمې مرستې شوي، یو شمیر زلزله ځپلي شکایت لري چې کافي او لومړنی اړینې مرستې ورته نه دي رسېدلي. چارواکي داهم وايي چې منظمې مرستې په شفاف ډول شوي ، خو فعالان نیوکه کوي چې د مرستو په ویش کې اولویتونه په پام کې نه دي نیول شي.
د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو په کار کولو د طالبانو د حکومت بندیز ډیری دا ښځې د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه اندیښمنې کړي دي.
نور راوښيه