د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۹

په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي چې پولیسو په بېلابېلو سیمو کې د دوی د نیولو لپاره چاپې وهلي


پاکستاني پولیس هغه افغانان نیسي چې د دوی په وینا لازم اسناد نه لري. (آرشیف)
پاکستاني پولیس هغه افغانان نیسي چې د دوی په وینا لازم اسناد نه لري. (آرشیف)

په پاکستان کې یو شمېر «پي اور ار» کارت لرونکي وايي چې د دغه هیواد پولیسو په بېلابېلو سیمو چاپې وهلي او پرته له دې چې کډوالو ته د خپلو کورنیو د وسایلو د لیږدولو فرصت ورکړي، دوی یې نیولي او کمپونو ته یې انتقال کړي دي.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه هېواد پولیسو د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې چاپې وهلې او ګڼ شمېر کډوال یې پرته له دې چې دوی ته د خپلو کورنیو د وسایلو د لیږدولو فرصت ورکړي، نیولي او کمپونو ته یې انتقال کړي دي.

له ویرې حتی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له خپلو کورونو نه شوي وتلای.

له دې ډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یېو افغان کډوال چې نه یې غړښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

“اووه کورنۍ یې بوتلې، په یوه کور کې یوازې دوه مشران وو، چې هغوی یې پریښودل، نور ټول یې بوتلل؛ نارینه او ښځینه ټول، ټول وسایل یې په کور کې پاتې شول، دروازې یې پرې وتړلې، حتی یوه ستنه یې هم له ځانه سره یونه وړل شوه.”

د «پي او ار» کارت لرونکی نواز کاکړ چې د سپین بولدک په پوله کې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د ننوتلو په تمه دی، وايي چې که څه هم ده وکولای شول چې د خپل کور ځینې وسایل له ځان سره راوړي، خو وایي چې ډیری ګاونډیان یې خالي لاس راویستل شول:

ښار کې خلک کار ته تللي وو، دوی یې په لاره کې له ځان سره بوتلل، دکانونه یې خلاص پاتې وو، پر کورنو یې هم حملې کړې وې او ښځې یې هم له ځانه سره بوتلې، بیچاره ګان در په دره شول، ټول وسایل یې پاتې شول او دوی را راډیپورت کړل.”

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د«پي او ار» کارتونو درلودونکي وايي چې د نیول کیدو له ویرې حتی د اړینو اړتیاو لپاره هم له خپلو کورونو وتلي نه شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د «پي او ار» کارت لرونکی حمیدالله د شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۰مه، ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په آزاده توګه بهر نه شو وتلی، که زه خپاه وځم، وېرېږم، که مې ورور استوم، تر هغه چې بېرته راستنېږي وېرېږم چې ونه نیول شي، نن زموږ ګاونډي خپله مېرمن ډاکټر ته بیولې وه، چې کله د درملو اخیستلو لپاره بهر ولاړ، پولیسو ونیوه، هغه وویل چې ښځه مې ډاکټر سره ده، پولیسو ښځینه افسرانې له ځان سره روغتون ته بوتلې او دواړه یې له هغه ځایه ونیول او له ځان سره یې بوتلل.”

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹مه) د یو راپور په خپرېدو ویلي چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۶۵ زرو ډیر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې له ۱۰۰ زرو ډیر یې د «پي او ار» کارتونه درلودل.

د پاکستان حکومت وايي د پي او آر کارتونو لرونکو افغان کډوالو د استوګنې مهلت نه غځوي.

دغې ادارې دا هم ویلي چې یوازې د سپتمبر په لومړیو ۱۳ ورځو کې، له ۵۶۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو نیول او ایستل په ځانګړې توګه هغه کسان چې د «پي او ار» کارتونه لري، په داسې حال کې زیات شوي دي چې د دې کارت لرونکو ۱،۴ میلیونو کسانو لپاره په خپله خوښه د ستنېدو ټاکل شوې موده د اګسټ په ۳۱ مه نیټه پای ته رسیدلې ده.

که څه هم د نړیوالو سازمانونو او د دغو کارتونو لرونکو په ځلونو د دې مودې د تمدید غوښتنې کړي خو د پاکستان حکومت ټینګار کړی چې دا موده به به ونه غځول شي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې عالي کمېټې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یوازې د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹مه) ۸۳۸ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ننوتلې دي.

دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) هم راپور ورکړی چې د روان کال له پیله د سپتمبر تر ۱۸مې نېټې پورې، په ټولیزه توګه له ۶۶۲ زرو ډیر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG