د کونړ ولایت زلزله ځپلي سرپنا، د سړکونو جوړول او بې کاري د دوی اساسي ستونزې بولي او د دغه ستونزو د حل په برخه کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه د پاملرنې غوښتنه کوي.
په کونړ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې یو زیانمن فرید چې د نورګل ولسوالۍ د چلس د کلي اوسېدونکی دی ازادي راډيو ته یې وویل چې له خپلې ۲۲ کسیزې کورنۍ سره په خورا سختو شرایطو کې تر خیمې لاندې ژوند کوي.
زموږ ستونزې ډېرې دي، دایمي سرپناه ته جدي اړتیا لرو،هوا ورځ په ورځ سړیږيزلزله ځپلی
هغه طالبانو له حکومت او مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې د دایمي سرپناه په جوړولو او د دوی د بې کارۍ د ستونزې حل کولو ته جدي پاملرنه وکړي."زموږ ستونزې ډېرې دي، دایمي سرپناه ته جدي اړتیا لرو،هوا ورځ په ورځ سړیږي او تر خیمو لاندې ژوند کول ستونزمنیږي، ادارې باید له موږ سره د سرپناه په جوړولو کې مرسته وکړي، له زلزلې وروسته بې کاري زیاته شوې ده، موږ ته باید کاري زمینې برابرې شي."
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ناصر احمد چې دی هم په زلزله کې زیانمن شوی وايي حکومت دی دوی ته د سرپناه د جوړولو تر څنګ په سیمه کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو ته هم پاملرنه وکړي."کله چې زلزله وشوه، هرڅه له منځه لاړل،زما کور په بشپړ ډول ویجاړ شو، ټول دیوالونه یې ونړېدل، ژمی را روان دی، زه د خپل کور د بیا رغولو توان نه لرم، او نه شم کولای په ژمي کې تر خیمې لاندې ژوند وکړم، موږ سرپناه، سړکونو او روغتیايي مرکزونو ته جدي اړتیا لری."
یو شمېر رضا کاران هم د زلزلې له امله د زیانمنو ستونزې تاييدوي او وايي له سړکونو پرته لیرې پرتو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن دي.
د نورګل ولسوالۍ یو رضاکار قاري عزیز الرحمن ازادي راډیو ته وویل" دوی دې موږ ته نورې خیمې او خوراکي مواد نه راوړي، ځکه نوره ورته اړتیا نشته او نه یې موږ زیانمنو سیمو ته رسولای شو، ستونزه د سړک ده، اول باید سړکونه جوړ شي، دلته لوی لوی سازمانونه راغلي دي، خو تراوسه یې سروې نه ده بشپړه شوې، دوی په وار وار سروې ګانې وکړې خو لا هم ترې ډېر ځایونه پاتې دي."
دوی دې موږ ته نورې خیمې او خوراکي مواد نه راوړي، ، ستونزه د سړک ده، اول باید سړکونه جوړ شيځایي اوسیدونکی
دوی ټینګار کوي چې د سړکونو او کورونو له بیا رغولو وروسته د زیانمنو خلکو لپاره د کاري زمینو رامنځته کول ډېر اړین دي تر څو دوی بیرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
د افغانستان په ختیځ کونړ کې چرته چې زلزلې زرګونه کسان زیانمن کړل مخکې خلک تر ډېره په کرنه او مالدارې بوخت ول.
د ملګرو ملتونو کارشناسانو هم ټینګار کړی چې کمزورې زېربنا او محدود لاس رسي د مرستې هڅې کمزورې کړي او دا چې د سیمو بیا رغونه به د راتلونکو بحرانونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د اوبو ، چاپیریال او روغتیا پوهنتون انستیتوت (UNU-INWEH) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان نړیواله انزوا او محدود لاس رسی د دې هیواد نفوس زیانمنوي.
په راپور کې ټینګار شوی چې مرستې باید دوامداره شي تر څوک د دې هیواد له بندیزونو او طبیعي پېښو نه زیانمن کسان له بشري مرستو محروم نه شي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د کونړ په زیانمنو سیمو کې یې زلزله ځپلو ته پراخه مرستې رسولي دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که چیرې بیړنۍ نړیوالې مرستې چمتو نه شي نو د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ به سږ کال په راتلونکي ژمي کې له مرګ له ګواښ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د سپتمبر په ۹مه د افغانستان لپاره د ۱۳۹.۶ ملیون ډالرو په ارزښت د څلور میاشتني بیړني غبرګون پلان پیل کړ، ترڅو بشري سازمانونه د هیواد په ختیځ کې د ویجاړونکي زلزلې له امله اغیزمنو خلکو سره مرسته وکړي.
دغه سازمان ویلي که نړیوال مرسته وکړي نو دوی به د روان کال تر پایه ۴ لکه ۵۷ زره زیانمنو ته د سرپنا، پاکو اوبو، خوړو ، زده کړو او کرنې په څېر په څو بیلابیلو برخو کې خدمات چمتو کړي.
د رسمي راپورونو له مخې، د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړي ډول کونړ کې دغه مرګونې زلزلې له ۲۲ سوه ډېر کسان ووژل، نږدې ۴ زره یې ټپیان کړل او له امله تر ۷ زره کورونه ویجاړ شول.