ټرمپ ویلي دي چې امریکا هڅه کوي دا اډه بېرته ونیسي ځکه د ده په وینا طالبان له امریکا څخه ځینو شیانو ته اړ دي.
هغه نور جزییات نه دي ورکړي او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه تبصره نه ده کړې خو ښاغلي ټرمپ مخکې هم ویلي و چې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او دلیل یې دا ښودلی و، چې دا اډه د چین د اټومي وسلو تاسیساتو ته نژدې ده.
ټرمپ وايي د بګرام هوايي اډه له هغه ځایه چې چین اټومي وسلې پکې جوړوي، یوازې یو ساعت فاصله لري.
نوموړي په تېرو څو ورځو کې بیابیا امریکا ته د بګرام د هوايي اډې د سپارلو په اړه جدي څرګندونې کړي او د سپټمبر په اتلسمه یې په لندن کې د برتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره د کتنې پرمهال هم ورته ټینګار کړی و.
د امریکا د ولسمشر استدلال دا دی چې دا سیمه له هغه ځایه چې چین اټومي وسلې پکې جوړوي، یوازې یو ساعته فاصله لري.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې امریکايي چارواکو د تروریزم پرضد د ماموریتونو د پیل د ټکي په توګه د بګرام له هوايي اډې د کار اخیستو د څرنګوالي په اړه د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو چارواکو د امریکا دا غوښتنه رد کړې ده خو د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرو ته یې چمتووالی ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي افغانستان او امریکا له یوبل سره تعامل ته اړتیا لري او کولای شي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پربنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري خو په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پرته.
د بګرام هوايي اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته سپارل شوې وه.
د بګرام هوايي اډه چې د کابل د شمال په څلوېښت کیلومتره واټن کې پرته ده په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځیانو په پراخ ډول کار ترې اخیست.
دا اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له پېښېدو یوازې څو اونۍ مخکې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته وسپارل شوه.
د همدې کال د اګست په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته واشنګټن د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خپل ښکاره اړیکي یوازې د برمته وو د خوشې کولو لپاره د خبرو ترحده محدود کړل.
افغانستان اوس مهال په نړیواله کچه په سخته انزوا کې دی او د اقتصادي فعالیتونو، د بهرنیو مرستو او د خصوصي پانګونو د ترلاسه کولو په چاره کې له ستونزو سره مخامخ دی.
ولسمشرټرمپ له دې مخکې د پاناما کانال او ډنمارک د ګرینلنډ ټاپو په ګډون د نړۍ د ځینو نورو سیمو د نیولو یا د هغو د پېرلو په اړه هم خبرې کړې وې او همداراز ویلي یې و، چې غواړي کاناډا د امریکا ۵۱م ایالت وي چې دې څرګندونو د دې هېوادونو سخته غوسه پارولې وه.