د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

یوه برتانوۍ جوړه په افغانستان کې د طالبانو له زندان څخه خوشې شوې


پيټر او باربي رینولډز
پيټر او باربي رینولډز

یوه بریټانوي جوړه چې له فبروري راهیسې د طالبانو په زندان کې وه، خوشې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا بریټانوي جوړه د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته انتقال شوي دي.

۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.

دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG