د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

ټرمپ د بګرام د بیرته نیولو لپاره مذاکرات کوي


بګرام هوایي ډګر-ارشیف
بګرام هوایي ډګر-ارشیف

د امریکا ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي. ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا خبره وکړه. بل لور ته یوه طالب چارواکي ویلي دي چې افغانستان هیڅکله بهرنی حضور نه دی منلی خو له واشنګتن سره د سیاسي تعامل غوښتونکې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې په ترلاسه کولو ټینګار کړی او ویلی ې دي د دغه اډې د بېرته نیولو په اړه له افغانستان سره خبرې کوي.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې موږ باید کله هم دا اډه نه وای پرې ایښې:

(وګورئ، له باګرام سره څه وشول، موږ په دې اړه له افغانستان سره خبرې کوو، موږ نه باید دغه اډ پرېخی وای، دا زموږ په تاریخ کې یوه شرمونکې ورځ ده، د هغې د پرېښودو لپاره هیڅ دلیل وجود نه لرلو، ما افغانستان پرېښوده، پرېښوده مې، زه هغه څوک وم چې هلته مې د خپلو سرتیرو شمېر پنځه زرو ته راکم کړو، خو ټاکل شوې وه چې باګرام به ساتو.)

نوموړي له دې وړاندې د سپټمبر په ۱۸ مه په لندن کې د سفر پرمهال خبرې غونډې ته ویلي و چې د هغه حکومت هڅې کوي چې امریکایي ځواکونه بیرته بګرام هوایي اډې ته ستانه کړي هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ لږ مخکې پرې ایښې وه.

ښاغلي ټرمپ بګرام هوایي اډه خورا ارزښتمه بللې او ویلي یې دي ځکهستراتیژیک اهمیت لري، د چین اټومي تاسیساتو ته نژدې ده.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی د "افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا" ته ژمن دی او په سیمه کې د "تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ" نه کېږي.

د دې وزارت ویاند لین جیان د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل د افغانستان راتلونکې باید د افغانانو په لاس کې وي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو یو طالب چارواکي ذاکر جلالي د ټرمپ د دغه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان هیڅکله بهرنی حضور نه دی منلی او دا چې طالبان له امریکا سره د سیاسي تعامل غوښتونکې دي.

یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو هم د ټرمپ دغه څرګندونې د نه عملې کېدو وړ بللی.

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ټینګار کړی چې افغانستان د بهرني پوځي حضور منلو ته هیڅکله اماده نه دی.

په همدې حال کې د پوځي او سیاسي چارو یو شمېر پوهان که څه هم وايي امریکا له پوځي او سیاسي اړخه د دې وړتیا لري چې دغه اډه ترلاسه کړي خو په دوی وايي نه باید افغانستان یوې بلې جګړې ته ورټيل وهل شي.

د پوځي چارو پوه اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل:

(په ټوله کې د افغانانو غوښتنه باید دا وي چې زموږ ولس په یوه بله جګړه کې باید ښکیل نه شي، ځکه د سیمې او نړۍ قوتونه چې د داسې یوې پرېکړې په مقابل کې وي یا ورسره همغږي نه وي او عملي کیږي نو که موږ وغواړو یا ونه غواړو افغانستان یوې بلې جګړې ته ټیل وهل کیږي.)

د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزی:

(څومره چې موږ د طالبانو مشر مطالعه کړی دی په هیڅ ډول داسې یو معاملې ته اجازه نه ورکوي، ځکه پوځي حضور ته د یرغل نوم ورکول کیږي او طالبان دغه ډول یو څه ته اجازه نه ورکوي، سره له دې چې په کابل کې ناست طالبان ښايي هڅه وکړي چې له امریکا سره یو ډول تعامل وشي خو زه فکر کوم دا ډېره ناشونې ده.)

بګرام، چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره د کابل شمال ته موقعیت لري او د شوروي اتحاد لخوا د ۱۹۵۰مو کلونو په لسیزه کې جوړه شوې ده، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو په لاس کې تر ټولو لویه اډه وه او د شل کلن حضور پر مهال د قوماندې د اصلي مرکز په توګه کارول کېده.

ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه وویل چې بګرام د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه ده او له کانکریټو او فولادو څخه له کلکو موادو څخه یوه جوړه شوې الوت کرښه هم لري.

دغه هوايي ډګر د ۳.۶ کیلومتره په اوږدوالي الوت کرښه( رنوې) لري چې د سترو باروړونکو او جنګي الوتکو لپاره مساعده ده.

XS
SM
MD
LG