ننگرهار کې د طالبانو حکومت د والي مطبوعاتي دفتر وایي چې د سې شنبې د ورځې، د میزان د لومړۍ نېټې د ماسپښین ورسته زلزله کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. دغې ادارې په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د قناعت وړ دی.
ملګري ملتونه وايي، د اشاریی ژبو نړیواله ورځ د ژبني هویت د ساتنې او دغه شان د کڼو او ګونګیانو د ملاتړ یو ځانګړی فرصت او فرهنګي رنګارنګي ده. خو په افغانستان کې د دغه معلولیتونو درلودونکو یو شمیر کسانو د کورنۍ غړي او استادان وایي، دا مهال د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ له ښوونیزو ستونزو سره مخ دي.
د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه. افغان طالبان وایي چې پاکستاني لورې دا لاره په خپل سر بنده کړې وه او بیرته یې پرانیستې ده.
د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د تورخم دروازه د "نامعلومو دلایلو" له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. د وروستي ځل لپاره دغه لار د روان لمریز کال په پسرلي کې تړل شوې وه چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ.
نړیوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې په دې وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد له بېلابېلو ننګونو سره چې یو په بل پسې پېښېږي، مخ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې ۴۳ سلنه مړینې د زړه، شکر، سرطان او تنفسي ناروغیو له امله پېښیږي. دغه سازمان تازه "په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو پټه وبا" په نوم په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۰ پورې به د دې ناروغیو له امله د مړینو کچه ۶۰ سلنه ته ورسیږي.
په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر یو شمېر افغانان وایي، د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو بندېدو یې له کورنیو او خپلوانو سره اړیکو او مکالمو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی.
د طالبانو د حکومت له لوري په بیلابیلو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو بندولو د هغو میرمنو او نجونو پر ژوند اغیز کړی چې پر انلاین کار یې کاوه.
نور راوښيه