د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

په دره نور په ولسوالي کې د زلزلې له امله یوشمیر کسان ټپيان شوي


د افغانستان په ختیځ کې د اګست د ۳۱ نیټې د زلزلې تصویر-ارشیف
د افغانستان په ختیځ کې د اګست د ۳۱ نیټې د زلزلې تصویر-ارشیف

ننگرهار کې د طالبانو حکومت د والي مطبوعاتي دفتر وایي چې د سې شنبې د ورځې، د میزان د لومړۍ نېټې د ماسپښین ورسته زلزله کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. دغې ادارې په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د قناعت وړ دی.

ننگرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو رییس قریشي بدلون تأیید کړې چې په دې زلزله کې په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د دره نور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، دا مهال سلګونه کورنۍ د کورونو د نړېدو او د زلزلې د نورو تکانونو له وېرې، تر شنه آسمان لاندې تېروي او د بیړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د دې ولسوالۍ د ستن کلي اوسېدونکي عبدالوهاب، د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي رادیو سره خبرو کې وویل، د خلکو حالت ښه نه دی:

«په دې سیمه کې ټول کورونه د اوسېدو وړ نه دي؛ ځکه زیانمن شوي او د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. له همدې امله خلکو په شنو او هوارو ځايونو کې اړولي دي، ځینو خېمې وهلې دي او ځینو د ترپالونو څخه استفاده کړې ده. موږ خپله هم د زلزلې له وېرې له کورونو وتي یو، ځکه د زلزلې تکانونه دي.»

د دې کلي یو بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي رادیو ته وویل چې مرستې بسنه نه کوي:

«موږ د دره نور زلزله ځپلې سیمه کې یو. ټکانونه لا هم دوام لري، له همدې امله بهر یو. ځینو ته خېمې رسېدلي، ځینو ته نه. هره شېبه په وېره کې یو، خو د اقتصادي ستونزو له امله له سیمې نه شو وتلای.»

د دې زلزلې شدت چې د افغانستان په ختیخ کې شوې د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې ښودل شوی دی.

د اروپا او مدیترانې د زلزله پېژندنې مرکز ویلي، د دې زلزلې مرکز ل جلال اباد ښار څخه ۲۳ کیلومتره لرې او ژوروالی یې ۳۰ کیلومتره و.

د دره نور د ستن کلي یو بل اوسېدونکی او د سیمې یو رضاکار سردار نوري ازادي رادیو ته وویل چې په دې زلزله کې څو کلي زیانمن شوي او د طالبانو د حکومت له لوري ورکړل شوې مرستې کافي نه دي. ده زیاته کړه چې خلک عاجلو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

نوموړي د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ژر تر ژره په دره نور کې د زلزله ځپلو لپاره موقتي کمپ جوړ کړي:

«اوس هم خلک د زلزلې د تکانونو له امله په خېمو او ځمکو کې ژوند کوي. د هوا سړېدنه د خلکو ژوند ګواښي. له دولت غوښتنه کوو چې د زلزله ځپلو لپاره یو موقتي کمپ جوړ کړي چې د ژوند اسانتیاوې ولري او خلک پرته له وېرې په کې ژوند وکړي.»

د طالبانو حکومت او مرستندویو ادارو تر اوسه په رسمي ډول د دره نور زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه څه نه دی ویلي.

د ننگرهار د دره نور زلزله ځپلي اوسېدونکي داسې مهال د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي چې د کنړ زلزله ځپلي هم وایي کومې مرستې چې تر اوسه ورسره شوي اړتیاوې یې نه پوره کوي.

شاوخوا ۲۳ ورځې مخکې، د اګست پر ۳۱مه هم د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کنړ ولایت کې یوه مرګونې او ویجاړوونکې زلزله وشوه.

د طالبانو حکومت د رسمي شمیرو له مخې، دغه زلزلې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه، نژدې ۴۰۰۰ نور ټپیان او شاوخوا ۷ زره کورونه ویجاړ کړل.

XS
SM
MD
LG