د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

د سپتمبر ۲۳ د اشاره یی ژبو نړیواله ورځ


په جوزجان کې د کڼو لپاره یو ټولګی-۲۰۲۰ کال-ارشیف
په جوزجان کې د کڼو لپاره یو ټولګی-۲۰۲۰ کال-ارشیف

ملګري ملتونه وايي، د اشاریی ژبو نړیواله ورځ د ژبني هویت د ساتنې او دغه شان د کڼو او ګونګیانو د ملاتړ یو ځانګړی فرصت او فرهنګي رنګارنګي ده. خو په افغانستان کې د دغه معلولیتونو درلودونکو یو شمیر کسانو د کورنۍ غړي او استادان وایي، دا مهال د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ له ښوونیزو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالي د اوسېدونکې ۱۴ کلنې سهیلا پلار سخي الرحمان ازادي راډیو ته وویل، که څه هم نوموړې د اشاره يي ژبې د ځانګړي ښوونیز مرکز د نشتون له امله د نورو ماشومانو په شان په نورمال ښوونځي کې په ډېره سختۍ زده کړې کولې، خو په خبره یې پر زده کړو یې له محدودیت وروسته په کور ناسته او اوس خپل راتلونکې ته خورا اندېښمنه ده:

"دلته زموږ کلي کېی «عمومي» ښوونځی دی، خو د اشاره يي ژبې استادن نشته چې ورته درس ووایي، اوس مې (لور) ښوونځي ته نه ځي، په کور ناسته ده، ښوونځي بند دي، ښځینه استادانې یې هم نشته، ډېرې ستونزې یې دي، کله چې کومه مسله رامنځته شي، نه هغه زموږ په خبرو پوهېږي او نه موږ د هغې په خبرو، بس په خفګان کې همداسې پاتې شو،اړتیا ده چې د اشاره يي ژبه ښوونځي او سیسټم ورته برابر شي، دا ستونزې به مو حل شي."

سخي الرحمن وویل چې له سهیلا پرته یې یوه بله څلور کلنه لور او درې مشران زامن هم ورته معلولیت لري زیاتوي، د دوی په ټوله ولسوالۍ کې کوم ځانګړی ښوونیز مرکز نشته او دوی هم د اشاره يي ژبې له ځانګړو زده کړو پاتې دي.

د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي او د ښوونځي ښوونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ورته ستونزې له امله اړ دی چې د نورو ماشومانو په ګډون هغه ماشومان چې نه نه اورېدو او خبرو کولو ستونزه لري، ځانکړي ډول نجونې هم تدریس کړي.

"دوی چې له شپږم ټولګیو پورته شي، د دې لپاره چې پر زده کړو یې بندیز دی، په کور پاتې شي، نورې ښوونځي ته نه راځي، دلته په یوې ولسوالۍ کې هم دوی ته ځانګړي مرکزونه نشته نو ځکه موږ ورته درس ورکوو، خو په اشاره ې ژبې نه، دوی بس همدې چاپېریال نه هڅه کوي یو څه زده کړي خو ستونزو سره ډېر مخ دي، دا نجونې خو بیخي ډېرې ستونزو سره مخ کېږي، که دوی ودېږي د ټولې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې کېږي، بیا په کار او مزدورۍ هم نه پوهېږي، که چېرې په اشاره يي ژبې زده کړې وکړي ښایي وروسته د خپل ژوند ستونزې حل کړي."

دا یوازې د نجونو خبره نه ده بلکې د یادو معلولیتونو درلودونکي هلکان هم ورته ستونزې سره مخ دي.

د کابل ښار اوسېدونکي او د نهم ټولګي زده کوونکي شاهد الله چې په ژبه ګونګ او خبرې نه شي کولای، ورور یې رحیم الله ازادي راډیو سره خبرو کې د ده ستونزو په اړه وویل:

"دی وایي چې دلته افغانستان کې خو لومړی عام خلک راته په درانه نظر نه ګوري او هر ډول اشارې راته کوي، تحقیروي مو، دی وایي چې اکثرا ښوونځي کې لس، شل ورځې غیرحاضرېږي، ځکه ډېری وخت د لارې او موټرو د کرایې پیسې هم نه لري، دلته ورته د کار زمینه نشته، دی وایي چې که څه اوس په نهم ټولګي کې دی خو د سم کیفیت درسونو نشتون له امله اوس ان یوه جمله هم نه شي جوړولای چې خلک پرې پوه کړي."

دا شکایتونو داسې مهال دي، چې نن د سپټمبر ۲۳مه، د اشاره يي ژبو نړیواله ورځ ده، او دا ورځ د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې نمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو د دې ورځې په اړه په خپله وېب پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې دا ورځ د ټولو هغو معلولینو چې د خبرو کولو او نه اورېدو ستونزه لري، د برابرۍ ډاډمنولو لپاره نمانځي.

دغه شان لاسته راوړنې او ننګونې مشخصوي تر څو دا معلولیت لرونکي داسې هدف ته ورسوي چې د نړۍ په هر ځای کې په اشارې خبرې وکړای شي.

د دغه سازمان په باور، د اشاره يي ژبو نړیواله ورځ د ژبني هویت د ساتنې او دغه شان له کڼو او ګونګیانو د ملاتړ یو ځانګړی فرصت او فرهنګي رنګارنګي ده.

ملګري ملتونه په خپل بیان کې زیاتوي "د اشاره يي ژبو له حقونو پرته، بشري حقونه معنا نه لري، ټول خلک د زیږون له مهاله د بشري حقونو لپاره ذاتي حق لري.

د کڼو یا هغو کسانو چې د نه اورېدو ستونزه لري نړیوال فدراسیون (WFD) د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې له ۷۰ میلیونه ډیر کاڼه شته، چې له ۸۰ سلنې ډیر یې په پرمختللو هیوادونو کې ژوند کوي.

دا فدراسیون وایي، په ټولیز ډول، په ټوله نړۍ کې دا معلولین له ۳۰۰ ډیرې او بېلابېلې اشاره يي ژبې کاروي.

خو د دې ژبې څرنګوالی او د نورو ژبو په پرتله یې توپیر په څه کې دی؟

د کندهار ولایت اوسېدونکي او د اشاره يي ژبې استاد سید الرحمان ازادي راډیو ته وویل:

" اشاره يي ژبې جلا ګرامرونه او جلا قاموس لري، دا داسې دی چې یو تصویر وي هغه کې اشاره شوې وي او لاندې یې لغتونه په نښه کېږي،د هر لغت لپاره موږ متفاوتې اشارې او حرکات کوو،ځینې لغات یوازې په یو لاس، ځینې په دواړو لاسونو، ځینې په کیڼ او ښي لاس کېږي، د دې حرکاتو لپاره موږ د سینې له چوکاټ نیولې تر سر پورې حرکات اجرا کوو،خو د افهام او تفهیم لپاره مو ټول تمرکز د لاسونو پر حرکاتو او اشارو وي."

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې اشاره يي ژبې په بشپړه توګه پرمختللې طبیعي ژبې دي، چې په جوړښتي ډول له شفاهي ژبو سره توپیر لري.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو کنوانسیون اشاره يي ژبې په رسمیت پیژني او په ټکو یې، د دې کنوانسیون غړي هېوادونه باید د اشاره يي ژبو زده کړو ته زمینه برابره او د معلولیت لرونکو ژبني هویت ته وده ورکړي.

هغه څه چې د معلولینو د حقونو ځینې افغان فعالین یې هم غوښتنه کوي.

د معلولینو او بشري حقونو یوې فعالې مرضیې ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"دا چې افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته نجونې تعلیم نه شي کولای دې وضعیت معلولینې نجونې تر ټولو ډېرې زیانګالې کړې دي، ځکه دوی یو ځانګړی قشر دی چې د نورو نجونو په شان انلاین زده کړې نه شي کولای، او پرته له اشارې ژبې ټولنه کې له نور خلکو سره خبرې نه شي کولای، ځکه دوی له هغو فرصتونه نه شي برخمنې کېدای چې نورې نجونې یې لرلی شي، ځکه دوی ځانګړو زده کړو ته اړتیا لري، دغه شان د طالبانو په راتګ د «نارینه» معلولینو لپاره چې د اورېدو ستونزه لري هم د ښوونیزو مرکزونو نشتون او کافي فرصتونو نه برابرولو دوی واقعا له ناورین سره مخ کړي دي."

مېرمن مرضیه غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره د افغان معلولینو په ځانګړې ډول کڼو او ګونګیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د زده کړو په ګډون ورته ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي که نه نو په خبره یې، دوی به رواني ناروغیو باندې اخته شي.

دا چې په افغانستان کې په کوم شمیر سره کاڼه او ګونګیان موجود دي او دغه شان د مرکه شویو کسانو د غوښتنو او اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلیولینو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي، د دوی د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه، او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په ۱۹مه د اشاره يي ژبو نړیواله ورځ تصویب کړه او بیا یې وروسته د سپتمبر ۲۳مه د دې ژبو د نړیوالې ورځې په نوم ځکه ونوموله چې د کڼو یا ګونګیانو د بشري حقونو په بشپړ درک کې د اشارې ژبې اهمیت په اړه پوهاوی لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG