د طالبانو د حکومت له لوري په نږدې لسو بیلابیلو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو د بندولو له اقدام وروسته یو شمېر هغه افغانې نجونې او میرمنې چې انلاین کار یې کاوه وايي د طالبانو په دې اقدام سره دوی د ګټې، وټې له یوازینۍ سرچینې هم محرومې شوې دي.
دوی ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو پر کار د طالبانو له بندیزو وروسته دوی تر ډېره انلاین فعالیتونو ته مخه کړې وه .
د تخار یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي او د ګرافیک طرحې په برخه کې انلاین دنده درلوده ازادي راډيو ته وویل: " ما د نوري فایبر انټرنیټ نه په ګټه اخیستو د ګرافیک په برخه کې انلاین کار کاوه، د وضعیت له امله نه شم کولای له کوره دباندې کار وکړم. په همدې خاطر مې له کوره کار کاوه، خو له کله چې انټرنیټ قطع شوی حیرانه یم څه وکم، اوس زموږ کار هم نشته او نه شم کولای کار وکړم."
د بلخ یوې اوسېدونکې چې دې هم نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي او په ټولنیزو برخو کې یې انلاین شفاهي ژباړه کوله هم ازادي راډيو ته وویل: "د انټرنیټ له قطع کېدو سره له زیاتو ستونزو سره مخ شوې یم، زه انلاین دنده لرم، او د کورنۍ لپاره مې نفقه ګټم خو اوس چې انټرنیټ قطع شوی نه شم کولای خپل کار مې ترسره کم. "
د طالبانو دې اقدام په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نجونو پر ژوند اغیز کړی دی.
د کابل یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په انکلیسي ژبه د کیسې لیکلو په برخه کې له یوې بهرنۍ ادارې سره انلاین کار کوي او له دې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي: "د یوې افغانې نجلۍ په توګه ژوند اوس مونږ ته ډېر سخت شوی دی، یواځینی کار چې موږ کولای شو انلاین کار دی چې له مخې یې خپلې کورنۍ ته نفقه وګټو، خو اوس چې انټرنیټ ډېر کمزوری شوی دی زموږ ورځني کارونه ډېر سخت شوي دي، ډاریږو چې بلاخره څه کیږي اخر به دا وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړو. "
له دې وړاندې د یو شمېر نورو هغو ولایتونو اوسېدونکو هم چې تر اوسه په کې د نوري فایبر انټرنیټ کار کوي د انټرنیټ له کمزورۍ شکایتونه کړي دي.
په افغانستان د ښځو پر کار تر سختو محدودیتونو وروسته ډیری نجونې او ښځې په بېلابیلو برخو کې د انلاین کارونو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي.
خو په وروستیو ورځو کې نږدې لسو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د نوري فایبر په کیبلي انټرنیټ بندیز د دغه ښځو او نجونو کار او روزګار اغیزمن کړی دی.
د طالبانو د حکومت یوې سرچیني ازادي راډیو ته ویلي چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخوندزاده سره په کندهار کې د بیلابیلو ولایتونو د والیانو په یوه ناسته کې شوې ده.
دغې سرچینې ټینګار کړی چې دا پرېکړه له منکراتو نه د مخنیوي په هدف شوې ده او د کابل په ګډون به په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.
سرچیني ویلي په کابل کې یوه کمېټه ټاکل شوې تر څو د دغه اقدام په بدیل کار وکړي او دغه شان دا وڅېړي چې ایا د نوري فایبر په انټرنیټ کې د هغه څه د خپرېدو چې د طالبانو مشر یې نه غواړي د مخنیوي لپاره فلټر کارول کېدای شي او کنه.
بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز او ننګرهار هغه ولایتونه یاد شوي چې اوس مهال په کې د نوري فایبر کیبلي انټرنیټي خدمتونه بند شوي دي.
د طالبانو د حکومت دا اقدام د بشري حقونو د ګڼو سازمانونو او د خیریالانو د ملاتړو بنسټونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوی او دوی غوښتنه کړې چې د نوري فایبر پر انټرنیټ لګيدلي محدودیتونه دې پای ته ورسول شي.
د یادولو وړ ده، یو شمېر هغو نجونو چې د طالبانو له لوري یې په زده کړو بندیز لګول شوی او په انلاین ډول یې زده کړو ته دوام ورکړی هم، ازادي راډيو ته ویلي چې د طالبانو د دغه اقدام له امله یو ځل بیا له زده کړو محرومې شوې دي.