د کابل یو شمیر سیمو اوسېدونکي وايي، کوڅه ډبو سپیو یې ژوند ور تریخ کړی دی.
دوی وايي، په ځانګړي ډول ماشومان او میرمنې چې کوره وځي، بیریږي چې سپي یې ونه داړي.
د کابل ښار د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) اوسېدونکې رابعه چې په یو ښوونځي کې ښوونکې ده سه شنبه د سپتمبر په ۲۳ مه یې ازادي راډیو ته د یوې ورځې کیسه داسې وکړه:
موږ په ریکشا کې تللو خو سپیو راپیسې رامنډې کړې، نو هغه استاده خدای وساتله نېږدې یې ورته پښه خوړلې وه
" ارزان قیمت کې سپي بیخي ډیر دي. هم د سړک غاړې پلي لارو او هم په کوڅو کې. نن سهار وختي چې زه او یوه بله ښوونکې ښوونځي ته تللو، که څه هم موږ په ریکشا کې تللو خو سپیو راپیسې رامنډې کړې، نو هغه استاده خدای وساتله نېږدې یې ورته پښه خوړلې وه."
د کابل د قلعه زمان خان اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور نعیمه بیا وايي، ماشومان یې ښوونځي ته د تګ پر مهال د کوڅه ډبو سپیو له امله ستونزې سره مخ دي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: " په کوڅو کې سپي ډیر شوي دي، کله چې ماشوم د سهار له مخې ښوونځي ته ځي ویرېږي، محبوره یو چې له کوره ورسره یو کس ولاړ شو او دوی ورسوو. زمونږ غوښتنه دا ده چې ښاروالې دا سپي له کوڅو ټول کړي."
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکي سید نورالله هم د دوی په سیمه کې د کوڅه ډبو سپیو د شتون ستونزه تایدوي:" خلکو پسې منډې وهي، په تیره بیا ماشومانو او موټر چلونکو پسې، د دوی د نسل د کنترول لپاره د واکسین پروګرامونه دي، دغه شان حکومت باید د ښار په بیلابیلو برخو کې ورته پناه ځایونه جوړ کړي."
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي په راپور کې د مرکه شویو کسانو د شکایتونو او غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.
خو نوموړي تېر کال ملت ته د حساب ورکونکې په نوم غونډه کې ویلي وو، دوی د یو کال په ترڅ کې نېږدې ۲۶ زره کوڅه ډبي سپي له کوڅو راټول کړي. له دې شمیر نېږدې ۹ زره یې د لیوني سپي په ویروس ککړ وو چې په اصولي ډول له منځه وړل شوي.
که څوک د کوم سپی له خوا داړل کېږي، له دې ویرې چې لیوني سپي نه وي داړلي باید نېږدې روغتیايي کلنیک ته مراجعه او ځان واکسین کړي
دغه شان په خبره یې، له دولس زره زیات دا سپي د واکسین له بیلابیلو پړاوونو وروسته که نارینه وو عقیم شوي او که ښځينه وو نو رحم یې ایستل شوی دی.
هغه دا هم ویلي وو، چې کابل ښاروالۍ په مشخص ډول کابل کې د کوڅه ډبو سپیو د کنترول مسوولیت لري.
روغتیا پالان سپارښتنه کوي، که څوک د کوم سپی له خوا داړل کېږي، له دې ویرې چې لیوني سپي نه وي داړلي باید نېږدې روغتیايي کلنیک ته مراجعه او ځان واکسین کړي. ځکه د دوی په خبره هغه د مرګ لامل هم کیدای شي.
د یادونې ده چې د کوڅه ډبو سپیو د شتون ستونزه په پلازمینه کابل کې یوه له ډېرو پخوانیو ستونزو څخه ده، چې بېلابیلو حکومتونو یې د هواري په برخه کې ژمنې کړي او تر یو بریده یې د راټولولو چارې هم ترسره کړي خو د وخت په تېرېدو سره دغه ستونزه بېرته پخواني حالت ستنه شوې ده.