د ایران د تهران والي اعلان کړی چې له دې ښاره د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو په همدې اونۍ کې پیلیږي.
مدني فعاله مرضیه چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله یې افغانستان پریښی او اوس مهال په تهران کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي وايي، په وروستیو ورځو کې په دې ښار کې د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ تېزه شوې ده.
"د نیولو لړۍ تېزه شوې ده، دوی چې افغانان نیسي سمدستي یې کمپونو ته انتقالوي، ټلیفونونه ترې اخلي او بندوي یې، په ځینو سیمو کې کور په کور تالاشۍ هم پیل شوي دي، د کورونو خاوندان زموږ له امله ډېر اندېښمن دي وايي ښايي موږ جریمه شو، دوی هم غواړي چې موږ یې له کورونو ووځو او دولت هم اعلان کړی چې باید ټول ووځو. "
نوموړې د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته بې ستونزو نه دي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانې کورنۍ چې تازه له ایرانه افغانستان ته ستنې شوي وايي لا هم په کور دننه له سختو ستونزو سره مخ دی او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو هڅه کوي.
له ایرانه تازه ستون شوی عبدلحمید چې اوس مهال په فاریاب کې ژوند کوي ازادي راډيو ته یې وویل:
"د ورور په کور کې اوسیږو، خپل کور نه لرو، دا هم یوازې څلور دیوالونه دي د ابادۍ نوره وسه یې نه لرو، اوس مهال هیڅ کار او روزګار نه لرم، شپږ کسیزه کورنۍ لرم حیران یم څه وکم هر څومره هڅه چې کوم کار راته نه پیدا کیږي. "
د ایران ایسنا خبري اژانس دوشنبه د سپټمبر ۲۲ مه خبر ورکړی چې د تهران والي محمد صادق معتمدیان په یوه غونډه کې وویل هیڅ هیواد د غیر قانوني اتباعو موجودیت نه مني.
په راپور کې د تهران د والي له قوله راغلي چې د روان کال له پیل راهیسي ۱ عشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي چې په دې کې یوازې ۴ لکه او ۵۰ زره یې له تهران ایستل شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې د افغان کډوالو له ایستلو سره په ایران کې له ۳ زره ډېرې درسي ټولګي خالي شوي او د کورونو کرایې له ۳۰ تر ۳۵ سلنه کمې شوې دي.
که څه هم دغه ایرانې چارواکي ویلي چې د افغان کډوالو ایستل لامل شوی چې په ایران کې کاري فرصتونه زیات شي خو له دې وړاندې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي وو د کارګرو د کمښت له امله ان یو شمېر ایرانۍ فابریکې تړل شوي دي.
د تهران والي تېره اونۍ اعلان کړی وو چې له ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو به ډېر ژر پیل او په جدي ډول تعقیب شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په پیل کې ایران په دې هیواد کې د میشتو نږدې دوه میلیونو افغان کډوالو د سرشمېرنې کارتونه لغوه کړل او د دوی جبري ستنول یې پیل کړو.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستیال وزیر د روان کال د جولای په ۳۰ مه په یوې ناسته کې وویل چې په تېرو درې میاشتو کې له ایرانه ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال اېستل شوي دي.
که څه هم دا معلومه نه ده چې په ایران کې څومره افغانان د سرشمېرنې په کارتونو په دې هیواد کې ژوند کوي خو د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تېر لمریز کال په دلوې میاشت کې د دې هیواد رسنیو ته ویلي وو چې په دغه هیواد کې لږ ترلږه ۶ میلیونه بهرني اتباع چې ډېر یې افغانان دې اوسېږي.