یو شمیر افغانان وایي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د سولې په نوم بهیر کې ترې اکثريت اساسي حقونه اخیستل شوي دي.
دوی وایي که څه هم جګړې پای ته رسېدلي خو ادعا کوي چې هېڅ ډول ذهني، اقتصادي او ټولنیز خوندیتوب نه لري.
د میدان وردګو ولایت یوې اوسېدونکې چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د محدودیت له لګولو وړاندې د ننګرهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د وروستي سمسټر محصله وه او نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "که موږ په رښتیا په افغانستان کې د سولې درلودونکې وای، نن به زه د دکتورا محصله وی، نن به هغه هیلې چې ما د ځان او هېواد لپاره درلودلې هغه به پوره شوې وې، موږ به هغه مهال د سولې لرلو احساس کړی وی، چې زموږ د ټولنې هر وګړی د تعلیم په ګاڼه سمبال او د کار کولو حق یې ورکړل شوی وی، خو موږ ورځ تربلې په ذهني او رواني تکلیفونو اخته کېږو."
د خوست ولایت یوې اوسېدونکې او د ۷ ټولګي زده کوونکې ته سوله په څه معنا ده؟
زموږ ښوونځي بند دي، د تعلیم اجازه نه لرو، سوله خو یوازې دا نه ده چې جګړه نه وي
دې هم چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، په دې اړه یې وویل: “زموږ ښوونځي بند دي، د تعلیم اجازه نه لرو، سوله خو یوازې دا نه ده چې جګړه نه وي، که جګړه درېدلې هم پخوا طالبانو کوله او چې درولې یې هم ده، دوی درولې، دا سوله چې زموږ ښوونځي په کې بند دي، اصلاً موږ ته ارزښت نه لري.”
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: “سوله یوازې د جګړې نشتون نه دی، سوله خو دا ده چې انسان له وېرې، بې عدالتۍ، سیاسي فشار، تعصب او محرومیت نه په امان کې وي، خو افغانستان کې لا هم سوله نشته، خلک په وېره کې ژوند کوي،اقتصادي وضعیت بد، د بیان ازادي محدوده، ښځې له تعلیم او کاره محرومې دي او خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.”
دا افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې اساسي او بشري حقونه یې ور وګرځوي او د ژوند د بهترۍ لپاره یې په اقداماتو لاس پورې کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو انتقادونو او غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې نن د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده.
سوله خو دا ده چې انسان له وېرې، بې عدالتۍ، سیاسي فشار، تعصب او محرومیت نه په امان کې وي
ملګرو ملتونو دا ورځ په ۱۹۸۱ کال کې د دغه سازمان په عمومي اسامبله کې په دې نوم نومولې ده.
دغه سازمان په خپله وېب پاڼه لیکلي، دا ورځ یې په نړۍ کې د سولې، یووالي او په ملتونو او ټولنو کې د تاوتریخوالي ختمولو د هڅونې په هدف نومولې ده.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د سولې نړیوالې ورځې شعار دی «د یوې سوله ییزې نړۍ لپاره همدا اوس اقدام وکړئ!»
د ملګرو ملوتونو په خبره دا شعار د جګړو په وړاندې د مبارزې، انساني ناوروینونو، نابرابریو او د افلیمي بدلون په برخه کې د بېړني عمل پر اړتیا ټینګار کوي.
د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترېش د دغه ورځې په مناسبت په یو بیان کې ویلي « په ټوله نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالي په بې رحمۍ او تباهیو کې انساني کرامت ته پام نه کېږي، ژوندونه سره پاشل کېږي او ماشوماتوبونه له منځه ځي.»
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې هراړخیزه سوله یې راوستې او امنیت یې ټینګ کړي، خو د بشري حقونو مدافعین، عام وکړي، د سولې او پخلاینې د ځینو خوځښتونو مسولین، حقوق پوهان او د سولې په برخه کې د چارو پوهان په دې باور دي چې د تېرو شلو کلونو په پرتله او اوس تر بل هر وخت د خلکو ژوند بدترینه ذهني او فکري نارامۍ سره مخ شوی دی.
سوله هغه مهال رښتیني ده چې د هر هېوادوال انساني کرامت او ژوند خوندي شي
د بشري حقونو یو فعال او د بشري حقونو د فعالانو د اتحاد غړي فهیم فرواک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېرو حکومتونو سره له ټولو نیمګړتیاوو لږ تر لږه خلکو ته نسبي مدني ازادۍ او پرامختیایي پروګرامونه درلودل، خو اوسنی حالت د قهقرې په لور روان دی،اوس تر ټولو مهم ګام دا دی چې د خلکو غږونه په نړیواله کچه واورېدل شي، طالبان لرې او د یوې داسې سیاسي پروسې زمینه برابره شي چې خلک د سولې او راتلونکي پرکړه وکړي، سوله هغه مهال رښتیني ده چې د هر هېوادوال انساني کرامت او ژوند خوندي شي."
د افغانستان خلاصون لارې شورا مشر، سیاسي شنونکی او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا بیا وایي، که څه هم تېر شل کاله د سولې په نامه او د عوامو په قربانیانو بې شمېره شخصي او سیاسي ګټې پورته شوي خو ټینګار کوي چې تر هغه به په افغانستان کې په واقعي معنا سوله ټینګه نه شي چې د تېرو لسیزو جګړو او بد مرغیو د قربانیانو کورنیو ته حقونه ور نه کړل شي او په حکومت کې ونډه ونه کړل شي.
ده ازادي راډیو ته وویل: "افغانانو تر ۴۷ کلونو په جهاد (جګړو) کې په میلیونو شهیدان، ټپیان، معلولین ورکړي دي، افغانستان کې داسې کور نشته چې له دې امله شهید، یتیم، بندي او کونډې ونه لري، نو باید په واقعي سوله کې د دې ټولو خلکو حقونو ته پام وشي او په حکومت کې راټول کړل شي،مرستې دې هم ورسره وشي، په پارلمان، شورا، کابینه او نورو دندو کې راجمع شي،هر چا ته یې باید حق ورکړل شي."
که څه هم افغانستان تر څلور لسیزو زیات وخت په جګړو، بد مرغیو، شخړو، بد اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو کې تېر کړي او د مېلیونونو عامو خلکو قربانۍ یې اخیستي، خو اوس چې طالبان پر دغه هیواد بیا حاکم دي او جګړې پای ته رسېدلي، ایا لا هم په سیمه ییزه توګه د دغه هېواد امنیت ته ګواښونه شته؟
پخواني ډیپلومات ، د نړیوالو حقوقو پوه او د سیاسي چارو شنونکي عزیز الدین معارج په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره داسې نه ده چې دوی ټوپک کېښود، جګړه نشته، بلکې جګړه دوام لري،سوله نشته، خلک ګواښل کېږي،پخواني مامورین او سرتېري عملاً مغزي جګړه کې دي،ځکه دوی امن نه دي، شېبې شماري چې سبا به وژل کېږم که بل سبا، خلک ازادي نه لري."
د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو په ټولنیز، کاري او تعلیمي ژوند پراخ محدودیتونه ولګول، نجونې یې له شپږم ټولګیو پورته او پوهنتون کې یې له زده کړو منع کړې او په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې یې هم د ښځو پر کار محدودیت ولګاوه.
په تیرو څلورو کلونو کې پرته له روسیې هیڅ بل هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی چې له همدې امله له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم بندې شوي، بانکي تعزیرات پرې لګول شوي، په افغانستان کې د نړیوالو پانګونې د تېر په شان نه دي او ان په نشت حسابېږي چې د دې ټولو مسایلو له امله افغانان له سخت بشري او اقتصادي وضعیت ان د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي.