د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

د نوري فایبر د انټرنېټ په بندېدو د اکثرو افغانانو اړیکې پرې شوي


طالبانو انټرنېټ باندې بندیز لګولی
طالبانو انټرنېټ باندې بندیز لګولی

 په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر یو شمېر افغانان وایي، د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو بندېدو یې له کورنیو او خپلوانو سره اړیکو او مکالمو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی. دوی ازادي راډیو ته وویل چې د نوري فایبر په مټ «وای فای» انټرنېټ ورته لویه اسانتیا رامنځته کړې وه او د موبایلونو د انټرنټ په پرتله هم با کیفیته او هم ارزانه و.

د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد رسول دی چې وایي له هغه مهال چې یې کور کې «وای فای» یا له نوري فایبر اخیستل شوی انټرنټ بند شوی، د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ یې د کورنۍ غړو او خپلوانو سره چې بهر دي، اړیکې پرې شوې دي.

محمد رسول ازادي راډیو ته وویل:
«له هغه وخته چې کندهار ښار کې «وای فای» خدمتونه په ټپه درېدلي، موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو، میلیونونه افغانان له هېواده بهر اوسېږي، په دې کې زموږ خپله (د کورنۍ) غړي، خپلوان او دوستان هم دي، موږ به تل ورسره اړیکې نیولې، د سیم کارتونو انټرنټ ډېر قیمته تمامېږي، هغه ډول چټک هم نه دی لکه څنګه چې «وای فای» انټرنټ دی، د دې لپاره چې د سیم کارتونو انټرنټ ډېر کمزوری دی، موږ مو اوس خپل خپلوانو او دوستانو سره اړیکې نه شو نیولای.»

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی هم ورته ستونزه مطرح کوي او زیاتوي چې د دوی لپاره د هېواد په اوسنیو اقتصادي حالاتو کې د موبایل انټرنټ هم ګران دی او هم بې کیفیته چې نه شي کولای په اسانه پرې خپلې ستونزې حل او د کورنۍ غړو او خپلوانو سره اړیکه ونیسي.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
«موږ مخکې «وای فای» انټرنت کاراوه، اوس چې بند شوی له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو، خپل او خپلوان مو ډېر بهر دي، تماسونه مو ټول ورسره ګډوډ شوي دي، نور خو دلته پرته له «وای فای» کوم قوي انټرنټ هم نه لرو.»

د انټرنېټ کیبلونه
د انټرنېټ کیبلونه

د طالبانو حکومت له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تدریجي ډول د افغانستان له ۱۰ زیاتو ولایتونو بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، اروزګان، نیمروز، ننګرهار او تازه پروان کې د نوري فایبر پر انټرنټي خدمتونو بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت دې پرېکړې یو شمېر بهر مېشتي افغانان چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې په یادو ولایتونو کې دي، هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ایران پلازمېنه تهران کې مېشت یو افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي او ټوله کورنۍ یې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ده، ازادي راډیو ته وویل:
«ډېر تاوان یې کړی، اوس خو د خلکو ټول کار او بار، سوداګري، عامه اړیکې او همدا د کورنیو تماسونه ټول، په انټرنټ دي، د خلکو د ژوند سمې نیمایې چارې په همدې انټرنټ ولاړې دي چې دا بند شوی خلکو ته یې ډېرې اقتصادي ستونزې هم جوړې کړي، دا د ټیلیفون انټرنټ مصرف هلته خلکو ته د «وای فای» په نسبت دوه درې چنده زیات تمامېږي، هلته مې د کورنۍ وسه دې انټرنټ ته نه رسېږي چې تر څو دلته ایران کې کار ونه کړم او پیسې ورونه لېږم، هغوی به یې له کومه کړي.»

د جرمني په فرانکفورت ښار کې یوې مېشتې مېرمنې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، هم ازادي راډیو ته وویل:

«زما د مور کور په بغلان کې دی، هغوی «وای فای» درلود، مور مې دا څو ورځې مخکې سخته ناروغه وه، له هغه مهاله یې چې «وای فای» بند شوی هېڅ احوال ترې نه لرم، هلته انټرنټ هم ډېر کمزوری دی او ټیلیفونونه په اسانه کار نه کوي چې زنګ ور ووهم، ډېره ورته په تشویش یم.»
د جرمني فرانکفورت کې یوه افغانه چې کورنۍ یې بغلان کې اوسیږي

وړاندې د طالبانو حکومت ځینو سیمه ییزو چارواکو او سرچینو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې دا پرېکړه د دوی د مشر ملا هبت الله لخوا له منکراتو نه د مخنیوي په هدف شوې ده.

د طالبانو حکومت دغه اقدام د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوی او ټولو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د انټرنټ د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده.

نوري فایبر کیبلي انټرنټ دی چې افغانستان له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې ترې ګټه اخیستل کېده.

د ملا هیبت الله په امر د نوري فایبر انټرنېټ بندیز
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00


پر نوري فایبر شبکې په تېرو کلونو کې سلګونه میلیونه ډالره لګښت راغلی. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو په اساس د نوري فایبر انټرنېټ لږ تر لږه ۹۰۰۰ کیلومتره کیبلونه په ټول افغانستان کې غځېدلي.
د مخابراتو متخصصین وايي بي سیم او نور سټلایټي انټرنېټونه یا ګران پرېوځي یا یې کیفیت ټېټ دی او هېڅکله د نوري فایبر انټرنېټ ځای نه شي نیولی.

XS
SM
MD
LG