په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یوې ولایتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې دروازه پرون د پاکستان له لوري د تخنیکي ستونزو له امله په یو اړخیز ډول له افغانستانه د تلونکو مسافرو پر مخ تړل شوې وه خو نن سهار بېرته پرانستل شوه.
دغه سرچیني زیاته کړه چې اوس مهال په نورمال ډول مسافر په دې لاره خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي.
تورخم دروازه تر دې وړاندې هم د بیلابیلو لاملونو له امله په وار وار د مسافرو او سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ تړل شوې او بیا بېرته پرانیستل شوې ده.
د وروستي ځل لپاره دغه لار د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې بنده شوې وه چې دواړو لورو ته پوله ساتو پرې څو ځله جګړې وکړې او بندښت یې نژدې یوه میاشت دوام وکړ.
د تورخم پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره یوه مهمه دروازه ګڼل کیږي، چې د غیر رسمي معلوماتو له مخې هره ورځ نژدې لس زره مسافر له دې لارې تګ راتګ کوي.
دا پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهمه سوداګریزه لاره ده.