د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

غیر ساري ناروغۍ د ۴۳ سلنه مړینې لامل، دا کومې ناروغۍ دي؟


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې ۴۳ سلنه مړینې د زړه، شکر، سرطان او تنفسي ناروغیو له امله پېښیږي. دغه سازمان تازه  "په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو پټه وبا" په نوم په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۰ پورې به د دې ناروغیو له امله د مړینو کچه ۶۰ سلنه ته ورسیږي.

یو شمېر افغانان چې په په شکرې ناروغۍ اخته دي او یا یې هم د سرطاني ناروغیو له امله د کورنۍ غړي مړه شوي وايي د دغه مرګونو ناروغیو مخه نیول سخت کار دی.

۰ ۳کلنه عاطفه چې بامیانو ولایت کې ژوند کوي د درې ماشومانو مور ده وايي له تېرو پنځه کلونو راهیسي د شکرې له ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده.

نوموړې وايي دې ناروغۍ ډېره کړولې ده.

عاطفې ازادي راډيو ته وویل چې د امیندوارۍ پر مهال ورته دا ناروغي پیدا شوې او اوس یې د کنترول لپاره له ستنو او درملو ګټه اخلي"زه له تېرو پنځو کلونو راهیسې دا ناروغي لرم، نښې یې ډېره تنده ده، زه ډېره تږې کیږم، او اوبو ته ډېره اړتیا لرم، دغه راز ولږه یې بله نښه ده، د وزن ډېروالی یې هم په نښو کې راځي، چې له امله یې شکر لوړیږي، زما وزن دېر شوی دی، زه پلی تګ کې ډېره ستړې کیږم، که څه هم هڅه کوم شکر مې کنترول وي خو کله کله چې له خوړو سره احتیاط ونه کم بیا مې شکر لوړیږي، له دې سره مې د سر درد ډېریږي، او غوسه ډېره راځي."

د پلازمینې کابل اوسېدونکې مصور وايي د روان کال په لومړیو کې یې د خور خاوند د معدې د سرطان له امله ومړ."زما د خور خاوند چې د معدې په سرطان اخته شوی وو، ډېر وخت ناروغ وو، خو بالاخره د روان کال په لومړیو کې وفات شو، که څه هم ډېره درملنه یې وکړه خو پایله یې ورنکړه، اوس یې ځوانه میرمن او څلور کوچني ماشومان له سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه مړینې د زړه، شکر، دسرطان او تنفسي ناروغیو له امله پېښیږي.

ډبیلو ایچ او پرون یکشنبه د سپټمبر ۲۱ مه "په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو پټه وبا" په نوم په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۶۰ سلنه ته ورسيږ او تر ډېره ترې ښځې اغیزمنې دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې هر کال په افغانستان کې د زړه د ناروغیو له امله لږ ترلږه ۴۰ زره کسان مري.

ډبیلو ایچ او ویلي په دې هیواد د سینې او رحم سرطان تر نورو سرطاني ناروغیو زیات دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې ډیری ناروغان هغه مهال خپلې روغتیا ته پام کوي چې ناروغۍ یې پرمختللو پړاونو ته داخله شوي وي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو د مړینې په اړه نوي خپاره شوي ارقام رد کړي دي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان نن د سپټمبر په ۲۲ مه سیمه ییزو رسنیو ته ویلي شمېرې د اټکل له مخې او له اصلي شمېرو ډېرې زیاتې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې نړیوال بنسټونه باید د دغه ډول شمېرو له خپراوي مخکې له عامې روغتیا وزارت سره همغږي وکړي.

په ورته وخت کې روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې خلک باید د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره د دې ناروغۍ د عواملو څخه ځانونه وساتي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر الله داد ابراهیم په خلکو کې د غیر ساري ناروغیو لاملونه بیانوي:"د ناروغیو دا ډله غیر ساري ناروغۍ دي، لاملونه یې تر ډېره د ژوند پورې تړلې مسایل دي، دغه راز په دې ایرسي مسله هم تړلې ده، یاني که د کورني کوم غړی دغه ډول غیر ساري ناروغۍ ولري نو امکان لري چې په اولاد کې یې هم پیدا شي، د دې ترڅنګ د سګریټو او تنباکو استعمال، غیر صحیح خواړه، ډېر غوړ او بوره لرونکي خوړو استعمال، د منظم تمرین نه کول، رواني او ټولنیز فشارونه او نور یې ستر لاملونه دي."

دی وايي د زړه ، شکر ، سرطان او د تنفسي مزمنو ناروغیو د مخنیوي لارې چارې د سګرټو نه استمعال دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور ویلي چې رواني روغتیا په افغانستان کې یو له عاجلو ننګونو څخه ده.

په راپور کې راغلي دي چې د کلونو جګړه، طبیعي پېښې او بې ځایه کېدو خلک له سختو رواني فشارونو سره مخ کړي په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې تازه له ایران او پاکستانه راستنې شوي دي.

ډبیلو ایچ او ویلي د دې مخ په زیاتېدونکې اړتیا سره سره په ولایتي کچه روغتونونه د رواني روغتیا مرکزونه نه لري او ډېری زیانمنونکې له پاملرنې پرته پاتې کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو له امله د مړینې د لوړې کچې په اړه په داسې حال کې خبر ورکړی چې یو شمېر ناروغانو او ناروغ لرونکو له دې مخکې په افغانستان کې د ناسم تشخیص او دغه راز د درملو د کمزوري کیفیت په اړه شکایتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG