نن د جنورۍ میاشتې څلورمه نېټه د بریل خط هغه خط چې د نابینایانو ژوند یې روښانه کړ نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو او د برښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو سره، یو شمېر خلک د برښنا د نه شتون په وخت کې د رڼا د برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د وروستیو ورېدلو واورو د اوبو سپمل کولو لپاره دې څله ګانې وکیندل شي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
په غزه کې یو وار بیا د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي، له بلې خوا د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د اوربند د ټینګښت لپاره مذاکرې پیل شوي دي.
یوه نوې څېړنه ښیي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز د دې هېواد اقتصاد ته په کلني ډول یو عشاریه څلور میلیارده ډالر زیان رسوي.
په افغانستان کې د ماینپاکۍ ادارې وايي، په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې هره میاشت د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو په چاودنو کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښته. د دغو ادارو اټکل ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې به هم چې نن یې څلورمه ورځ ده، په افغانستان کې زیات کسان د ماینونو د چاودنو قرباني شي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو د تالاشۍ او نیولو لړۍ د جمعې په ورځ هم روانه وه. د اسلام اباد په B17 سیمه کې یوه کډوال ویلي چې پولیسو یوازې د جمعې په ورځ په دې سیمه کې لسګونه افغان کډوال ونیول.
په خوست ولایت کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي چې په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د نشې په هدف د «پرېګابالین یا زیګپ» په نوم د درملو کارول زیات شوي. د زیګپ ګولۍ د شدیدوعصبي ناروغیو د لنډه مهاله درمنلې او د دردونو د تسکین لپاره کارول کیږي.
د ایران د بشري حقونو یو غیردولتي سازمان وايي، په ۲۰۲۴م کال کې افغانان په ایران کې د اعدام شویو تر ټولو زیانګالی قشر و.
د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد او د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د شپې له مخې ګرځبندیز اعلان کړی دی.
نور راوښيه