د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

شهباز شریف وايي تهران دې سمدستي د ۸ پاکستانیو وګړو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي


د ایران سیستان - بلوچستان ولایت له پاکستان سره پر پوله پروت دی - انځور له ارشیفه.
د ایران سیستان - بلوچستان ولایت له پاکستان سره پر پوله پروت دی - انځور له ارشیفه.

د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف له ایرانیو چارواکو غوښتنه کړې ده چې په سیستان بلوچستان ولایت کې دې د اتو پاکستانیو کارګرانو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې شریف د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته امر کړی دی چې د وژل شویو کسانو جسدونو هېواد ته د لېږدولو لپاره دې اقدامات وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د چارواکو په وینا، وسلوالو د اپرېل پر ۱۲مه د ایران په سیستان – بلوچستان کې د ګاډو په مستریخانه اته کارګران ووژل.

د جرمني خبري اژانس وايي، هغه کسان چې ویده ول نو وسلوال ورکشاپ ته ورننوتل، هغوی یې وتړل او و یې ویشتل.

د ایران سیستان - بلوچستان ولایت د پاکستان له بلوچستان صوبې سره پر پوله پروت دی.

د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن او د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ویلي چې وژل شوي کسان د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکي ول.

په همدې حال کې په پاکستان کې د ایران سفارت په سیستان بلوچستان کې برید "په کلکه غندلی" دی.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د اپرېل پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) د سفارت بیان خپور کړی دی.

په بیان کې راغلي، "ترهګرۍ ټولې سیمې ته شریک ګواښ" پېښ کړی دی چې پرضد یې باید "ټول هېوادونه ګډې هڅې" وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په سیستان بلوچستان کې هغه کسان چا او ولې وژلي دي.

خو د جرمني خبري اژانس وايي، بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د بلوچستان ملي پوځ (بلوچستان نیشنل ارمي) په نوم بېلتونپالې ډلې رسنیو ته په استولي بیان کې د برید مسوولیت منلی دی. خو مشال راډیو په خپلواکه توګه دا معلومات نه شي تاییدولای.

د پاکستان حکومت اکثر شکایت کوي چې بلوڅ بېلتونپالې ډلې په سیستان بلوچستان کې "پټنځایونه" لري او له تهرانه یې پرضد د اقداماتو غوښتنه کوي.

داراز، تهران هم اکثر وايي چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ایران ضد وسلوالې ډلې فعاله دي چې اسلام اباد یې باید پرضد اقدام وکړ.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

تر هغو پېښو وروسته د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

XS
SM
MD
LG