د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

پاکستان د افغان کډوالو کورنۍ نیمايي سره وېشلي


افغان ایستل شوې کډوالې چې د کورنۍ ځینې غړي یې پاکستان کې پاتې دي
افغان ایستل شوې کډوالې چې د کورنۍ ځینې غړي یې پاکستان کې پاتې دي

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، د کډوالو د اېستلو د غیر منظم اقدام له امله یې کورنۍ ویشل شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې د بېلابیلو کورنیو غړي نیم په پاکستان کې پاتې دي او نیم افغانستان ستانه کړل شوي دي.

بختیار خان د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده ایستل شوی افغان کډوال دی چې په خبره یې دا مهال په پېښور کې بې برخلکیه پاتې دی او نیمایي کورنۍ یې په جبري ډول افغانستان ته استول شوې ده.

«پلار مې د اویا، اتیا کلونو دی او ښځې او ماشومان یې ورسره بار افغانستان ته ډیپورت کړل، زه او ورونه مې دلته پاکستان کې پاتې یو.»
افغان کډوال بختیار خان چې کورنۍ یې نیمايي ویشل شوې

ده ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د ده او کورنۍ ټول عمر یې پاکستان کې تېر شوی خو د پاکستان حکومت لخوا د کډوالو د جبري ایستلو بهیر کې یې کورنۍ وویشل شوه چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي:

«ګډوډحال دی، کور شتمنۍ او خواري هر څه مو اسلام اباد کې ضبط شوې، ستونزې خو مو زیاتې دي ځکه هلته (افغانستان)کې ځمکه کور هیڅ څه نه لرو، ځکه دلته ۴۵له کلونو راهیسې اوسېدو، ماشومان ښځې ټول یې په زور زبردستۍ اوچت کړل او حاجي کمپ ته یې یوړل، او هغه ځای نه یې په سرحد واړول»

په اسلام اباد کې بل افغان کډوال یوسف خان وایي د لویې کورنۍ ډیری غړي یې له ورته ګډوډیو سره مخ شوي او په خبره یې د ټلیفونونو او انترنیټ نه لرلو له امله ان د یو و بل له احواله هم نه دي خبر.

ده ازادي راډیو ته وویل:

«زموږ د کاکا کورنۍ چې اټک کې یې ونیول، زامن خوارکیان یې دلته اسلام اباد کې پاتې دي، نوره کورنۍ (افغانستان) ته ډیپورت کړل، په دوی کې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، پولیس د شپې راشي، خلک له کورونو باسي او موټرې ترې ډکوي، څوک هېڅ هم ویلي نه شي او بس سیده هر څوک ګډوډ د تورخم په لور روانوي.»

د افغان کډوالو دا ویشل شوې کورنۍ وایي،څوک چې افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي (اې سي سي) او څوک چې پاتې دي (پي او ار) کارتونه لري.

(اې‌سي‌سي) د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارتونه دي چې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د هوکړې پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې نژدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو ته ورکړل شوي.

افغانستان ته تازه ستانه کړل شوي د افغان کډوالو کورنۍ هم وایي چې د چا مېرمنې او ماشومان په پاکستان کې پاتې دي او له چا هم د خپلو کورنیو سرپرستان.

په تورخم کې د کډوالو له پنډغالي افسر خان ازادي راډیو ته وویل:

«زموږ کورنۍ هم نیمه هلته (پاکستان) کې پاتې ده او نیم یې دېخوا ته راواړولو، موږ بازار کې وو چې ویې نیولو، کورنۍ مو هلته پاتې شول، موږ یې دېخوا په وهلو ټکلو او ظلم راواړولو، ډېر یې بې عزته کړلو، له زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو، څوک یې له کاره څوک یې له کوره به یو ځای او بل ځای اوچت کړي، نو ډېره بې نظمي او زیاتی روان دی.»

افغان کډوال
افغان کډوال

په پاکستان کې د کډوالو د حقونو یو شمیر فعالان هم دا خبره تاییدوي او وايي چې د کډوالو د ایستلو د بهیر د نامنظم والي له امله ګڼې کورنۍ سره ویشل شوې دي:

له دې ډلې په کراچۍ کې د کډوالو د حقونو مدافع وکیلې او د پاکستان د ګډ اقدام کمیټې (جي اې سي) غړې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان باید د دې ګډوډیو مخه ونیسي:

«دوی له کوڅې، بازاره او هرچېرې خلک بیایي، بیا وخت هم کم وي یوه دوه ورځې وي، دا هم معلومه نه وي چې کومو پولیسسټېشن ته یې وړي وي، بله خبره دا ده چې اکثریت کورنیو کې نیمایي اې سي سي او نیمایي پي او ار کارتونه لري، نو ان که د یوې کورنۍ یو کس هم وړل کېږي، د هغې کورنۍ غړي ګډوډېږي.»

پاکستان د اپرېل له لومړۍ راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو بې اسنادو کډوالو او افغان تابعیت (اې سي سي) کارت لرونکو د نیولو او ایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشترۍ (یو ان اچ سي ار) د شمېرو له مخې، په دې بهیر کې د یادې نېټې له پیله د اپرېل تر لسمې کابو ۴۵ زره افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د افغانانو د جبري او ظالمانه ایستلو پر ضد، د اپرېل له پنځلسمې نېټې په چمن کې د پي ټي ایم، سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې په ګډه احتجاجونه پیلوي، چې وروسته به د ټاکلي مهال‌وېش له مخې په نورو ښارونو کې هم دوام وکړي.

که څه هم د افغان کډوالو پر روان بهیر څرګندوالي د بشري حقونو ګڼو بنسټونو او ملګرو ملتونو غبرګونونه ښودلي او د پاکستان له حکومت یې د دې حالت د درېدو غوښتنه کړې، خو پاکستان نه یوازې دا بهیر درولی نه دی بلکې ورځ تر بلې یې عملیات لا شدید کړي دي.

XS
SM
MD
LG