د خوست ولایت یو اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زده کوونکی دی چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په ټولو دولتي ښوونځیو کې پر نارینه زده کوونکو د کمیس پرتوګ اغوستل پګړۍ او خولۍ په سر کول جبري شوي دي.
«دا ډول یونیفورم څخه اکثریته موږ زده کوونکي خوشحاله نه یو، دوی په دې رقم د خلکو زړونه له درسه توروي»یو خوستی زده کوونکی
ده زیاته کړه:
«د موږ لپاره سپینې جامې ویل شوي، دا د زده کوونکو لپاره ډېره سخته ده، ځکه دا ډول یونیفورم سره بلدتیا نه لري، دا د زده کوونکو په ذهنونو بد تاثیر لري ځکه ځینې یې د برابرولو وسه نه لري دوی وایي چې بیخي مو له درسونو زړه تورشو، خوست کې مو بیا هم خلک ګذاره کوي خو نورو ښارونو کې چې هلکانو به یخن قاق اغوسته هغوی ته ګرانه خبره ده»
د کابل ښار اوسېدونکي او د اتم ټولګي زده کوونکي چې هم د ورته ستونزې له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې د نوي یونیفورم په اړه نا رضایتي وښوده او زیاته یې کړه:
«د اسلامي امارت نه مخکې مو چې په ښوونځیو کې یونفورم دریشي وه ډېر راحته وم،اوس چې په کمیس پرتوګ کېښوونځي ته ځم هېڅ ښه احساس نه کوم، نارامه یم،اسلامي امارت (طالبان) دې موږ ته په خپل پخواني یونیفورم کې اجازه راکړي»
دغه زده کوونکي وایي چې له لومړي تر ۹ ټولګي د زده کوونکو د جامو رنګ اسماني او سپنه خولۍ او له ۱۰ تر ۱۲ ټولګي زده کوونکو کمیس پرتوګبیا سپین او لونګي یا پګړۍ تعینې شوې دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په تېر شلو کلونو کې په دولتي ښوونځیو کې د ټیټو ټولګیو د نارینه زده کوونکو د یونیفورم شکل تور پتلون نیلي یخن قاق او په لیسو کې بیا سپین یخن قانونه وه.
خو د نارینه زده کوونکو ځینې کورنۍ وایي چې دا مقرره یوازې په دولتي نه بلکې په ځینو خصوصي ښوونځیو کې هم پلي شوې ده.
د کابل ښار یو اوسېدونکي او د دریو نارینه زده کوونکو پلار چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل د دوی په ګډون ټولې کورنۍ د دې جامو د پېرلو وسه ځکه نه لري چې دغه ډول یونیفورم ژر زړېږي او هم ژر خیرنېږي:
«زما زامنو مخکې ښوونځیو ته دریشي اغوستلې اوس کمیس پرتوګ اغوندي، زه خپله ښوونځي ته ورغلم مدیر ته مې ویل چې دا خو ناسمه او بې وخته پرېکړه ده که داسې جبري وي نو باید موږ ته یې له اختر مخکې ویلي وو ځکه هره کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته اختر کې یوه جوړه جامې اخلي هغه به یې د همدې ښوونځیو په رنګ ورته اخیستې وی، دا خو په اوسنیو اقتصادي بحراني حالاتو کې ډېره سخته ده، د هر یونیفورم جوړولو لپاره تر زر یو نیم زر افغانیو تمامېږي»
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې منصور احمد حمزه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په تېره حوت میاشت کې د نوي یونیفورم په اړه یوه لایحه چې پر خواله رسنیو خپره شوې وه، تصویب کړې وه چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا منظور شوې او د دولتي او خصوصي ښوونځیو پر ښوونکو او زده کوونکو يې د تطبیق ټینګار شوی وو.
د طالبانو حکومت ځینو سرچینو هغه مهال ازادي راډيو ته د دې لايحې کره والى تأیید کړی و.
د دې لایحې له مخې، د طالبانو حکومت د نارینه زده کوونکو او ښوونکو لپاره یو نوی یونیفورم معرفي کړی، چې دوی یې د کميس او پرتوګ په اغوستلو او د خولۍ او لونګۍ په پسرولو مکلف کړي.
د لایحې په ټکو هغه زده کوونکي چې له دې لایحې سرغړونه وکړي، لومړی به ورته توصیه وشي، او که بیا هم سرغړونه تکرار کړي، نو د کورنۍ د غړو په حضور کې به ترې تعهد واخیستل شي.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دې لایحې هدف "د نظم رامنځته کول، د زده کړې او منلو روحیې پیاوړې کول، د بېوزلو او شتمنو زده کوونکو ترمنځ د توپیر کمول، د زده کوونکو او د ټولنې د نورو غړو ترمنځ توپیر کول او د اسلامي جامې د فرهنګ پیاوړي کول" بللي وو.
په لایحه کې زیاته شوې، چې خصوصي ښوونځي کولای شي د یونیفورم لپاره خپل ځانګړی رنګ وټاکي، خو باید د عمومي لارښوونو پیروي وکړي، او د طالبانو د نظارت او ارزونې ریاست د دې یونیفورم د تطبیق مسوولیت لري.
خو د زده کړو د حقونو ځینې فعالان د طالبانو دا اقدام «بې ځایه او د وخت ضایع» بولي او ټینګار کوي چې د دا ډول اقداماتو پر دې د ښوونې روزنې او زده کړو پر کیفیت کار او لومړیتوب ورکړل شي.
د زده کړو د حقونو فعال او د شرعیاتو پوهنځي پخواني استاد فضل الهادي وزین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دا سپنې جامې چې خصوصا د افغانستام اطراقو کلیوالو سیمو کې ژر ژر خیرنېږي او زړېږي، دا چې زده کوونکي جامې واغوندي که دریشي دا د دوی پرمختګ یې هېڅ ګټه نه لري، نو معارف وزارت ته په کار وه چې د دې ثانیوي او ثالثي خبرو تېر شي او د دې مسایلو پر ځای دې د پوهنې کیفیت لوړولو، کتاب، درسي موادو، د ښوونکو معاشونو او د نجونو پر مخ دې دښوونځیو دروازو پرانیستو باندې کار وکړي، نو دا د پګړۍ په سر کول دا خبرې اسلامي اساس هم نه لري، نه واجب دی نه مستحب دی»
دا نوی یونیفورم له هغه کاليو سره ډېر ورته والی لري، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د ۱۹۹۰ مو کلونو په پای کې په زده کوونکو اوښوونکو لازمې شوې وې.
طالبانو پر افغانستان تر بیاځلی واکمنېدو ورسته، لومړی نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع، او بیا یې له پوهنتونو هم را وګرځولې.
دوی یوازې د نارینه زده کوونکو یونیفورم کې بدلون نه دی راوستلی بلکې د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې هم بدلونونه راوستل، چې د طالبانو دا اقدامات له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي او سخت غندل شوي دي.