د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

د کریکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه کریکټرانو ملاتړ ته ځانګړې کاري ډله ګوماري؛ د کریکټ فعالان يې هرکلی کوي


اسټرالیا کې د افغان ښځینه کرکټ غړې
اسټرالیا کې د افغان ښځینه کرکټ غړې

د کرېکټ نړیواله شورا وايي د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځته کوي.

ای سي سي په یوه اعلامیه کې ویلي د هند، انګلستان او ویلز او اسټرالیا کرېکټ بورډونو سره په ګډه به د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو په شخصي او مسلکي پرمختګ کې مرسته وکړي.

دا پرېکړه د اپرېل ۱۳ مه د کرکټ د نړیوالې شورا په غونډه کې شوې ده.

له دې سره د کرېکټ د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته له دې هېواده وتلي، د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندوق رامنځته کیږي چې ډاډ ترلاسه شي افغان کریکټرانې د لوبو د دوام لپاره د اړتیا وړ پیسې لري.

موږ په خپلو شریکانو ویاړو چې د کاري ځواک او د ملاتړ پروګرام پیلوو تر څو ډاډ ترلاسه شي چې جلا وطنه شوي افغان ښځینه لوبغاړې کولای شي په ورزش کې خپل سفر ته دوام ورکړي
جي شي شاه

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي چې افغان ښځینه کریکټ لوبډلې ته به تکړه او تجربه کاره روزونکي ګمارل کیږي چې دغه لوبډله وتوانیږي د لا غوړېدا فرصتونه پیدا کړي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا مشر جي شي شاه په دې اړه پر خپل فیسبوک په یو بیان کې ویلي، ای سي سي باور لري چې دا نوښت به نه یوازې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو ورزشي فعالیتونه خوندي کړي بلکې د ورزش رول به د یوالي د یو ځواک په توګه پیاوړي کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، ''موږ په خپلو شریکانو ویاړو چې د کاري ځواک او د ملاتړ پروګرام پیلوو تر څو ډاډ ترلاسه شي چې جلا وطنه شوي افغان ښځینه لوبغاړې کولای شي په ورزش کې خپل سفر ته دوام ورکړي. ''

په همدې حال کې افغاني الاصله اسټرلیایۍ ریتا انوري چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي ټیم په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله د کرکټ د نړیوالې شورا دا پرېکړه ستايي او وايي په دې سره به د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله پرمختګ وکړي.

''دا بهترینه پرېکړه ده، له دې وروسته به ای سي سي دا لوبډله په رسمیت پېژني، دوی ته به بودجه ورکوي او دوی ته به د نړیوالو سیالیو زمینه برابروي، دا یوازې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو لاس ته راوړنه نه ده بلکې د ټولو افغان ښځو چې د نړۍ په هر کونج کې اوسیږو ده او دا ښيي چې موږ یې کولای شو. ''

د کرکټ افغان څارونکي او مینه وال هم د کرکټ د نړیوالې شورا له دې پرېکړې خوښ دي او وايي چې په دې سره به د ځینو کرکټ بورډونو هغه اندېښنې هم پای ته ورسیږي چې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې د نه موجودیت په اړه یې درلودې.

د کرکټ لیډ په نوم د ورزشي بنسټ مسول نصرت الله نصرت ازادي راډيو ته وویل،

'' د افغانستان د ښځو د کریکټ له لوبډلې د نړیوالې شورا ملاتړ د افغانستان د کرېکټ په خیر دی، اوس به ولیدل شي چې د افغانستان کرېکټ بورډ له دې موقع څنګه ګټه اخلي او د استرلیا په ګډون د انګلنډ کرېکټ بورډونو ته قناعت ورکوي چې باید د افغانستان د کریکټ له ملي لوبډلې سره دوه اړخیزې سیالۍ وکړي، دا یوه ښه پرېکړه شوې ده او موږ یې په نیک پال نیسو. ''

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې او دا هم معلومه نه ده چې د ای سي سي له نوې پرېکړې وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ به دې برخه کې څه رول ولري، خو د کرکټ د نړیوالې شورا د وروستي ناسته کې د افغانستان د کرکټ بورډ ریس میرویس اشرف هم برخه لرله.

دا بهترینه پرېکړه ده، له دې وروسته به ای سي سي دا لوبډله په رسمیت پېژني، دوی ته به بودجه ورکوي او دوی ته به د نړیوالو سیالیو زمینه برابروي
ریتا انوري

تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا نه په یو لیک کې غوښتي وو چې په جلا وطنۍ کې ورته یوه لوبډله جوړ کړي، چې وکړای شي د هغو نجونو استازیتوب وکړي چې د کرکټ مینه‌والې دي، خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا ورته د ورزش او کرکټ کولو اجازه نه ورکول کېږي.

که څه هم هغه مهال د کرکټ نړیوالې شورا دې لیک ته ځواب نه وو ورکړی خو د روان کال په جنوري میاشت کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په استرالیا کې د بې پولې کرکټ لوبډلې سره د شل اورونو یوه لوبه وکړه، هغه مهال د استرالیا کرکټ بورډ دا سیالي د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره په نړیواله کچه د لوبېدو په لور لومړی ګام بللی وو.

اسټرالیا کې افغان کرکټرانې
اسټرالیا کې افغان کرکټرانې

که څه هم په دې لوبه کې افغان ښځینه لوبغاړو د افغانستان په استازولۍ کوم ځانګړی لباس او نښان نه درلود، خو د کرېکټ د نړیوالې شورا وروستۍ پرېکړې دا تمه پیدا کړې چې ښايي له دې وروسته به د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله په نړیوالو لوبغالو کې د افغانستان له نوم او نښان سره راڅرګنده شي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ورزش په ګډون په ښځو ګڼ محدودیتونه ولګېدل، چې له امله یې د کرکټ ښځینه لوبغاړې له دې هیواده ووتې او ډیرې یې استرلیا ته کډوالې شوې.

د کرېکټ نړیواله شورا ''ای سي سي'' وايي د جلا وطنه افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره ځانګړې کاري ډله ګوماري.

دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د نړیوالې شورا په غونډه کې شوې ده.

د ICC له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې شورا د هند، انګلستان او ویلز او استرلیا اکرېکټ بورډونو سره په شریکه پرېکړه وکړه چې له ''وړتیا لرونکو'' لوبغاړو سره د دوی په لوبیزو فعالیتونو او د شخصي پرمختګ په سفر کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې افغاني الاصله اسټرلیایۍ ریتا انوري چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي ټیم په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله د کرکټ د نړیوالې شورا دا پرېکړه ستايي او وايي په دې سره به د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG