سید ګل خان چې په پاکستان کې یې څلور لسیزې ژوند کړی او څلور ورځې مخکې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له دې هیواده ویستل شوی ازادي راډیو ته وویل چې لس کسیزه کورنۍ ور په غاړه ده او اوس مهال د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د یو خپلوان په کور کې اوسیږي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
«پیسو او خوراکي موادو ته اړتیا لرو، ځکه د پیسو په ګډون ټول هر څه موږ نه هلته پاتې شول، د کور لپاره اړین توکي هم نه لرو، حکومت باید موږ ته د اوسېدو لپاره ځای راکړي، موږ به یې خپله اباد کړو، موږ سره هیڅ ډول مرسته تراوسه نه ده شوې، په ډېر بد وضعیت کې یو.»
د کاپسیا د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی ناصر هم چې تازه له ایرانه ایستل شوی له ورته ستونزو سره مخ دی:
«درې کاله په ایران کې وم، د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې د ګټلو په نیت هلته تللی وم او کار مې کاوه، خو څه موده مخکې ونیول شوم او افغانستان ته ډیپورت شوم، اوس په افغانستان کې هیڅ ډول امکانات نه لرم، نه کور شته او نه کار شته، کورنۍ مې په دې تمه وه چې زه به ورته امکانات برابر کړم، خو زه اوس خپله مرستې ته اړتیا لرم، له ملګرو ملتونو غواړم چې موږ سره همکاري وکړي.»
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د انفلاسیون کچه مخ په لوړېدو ده او ډیری هغه افغانان چې له پاکستانه ستانه شوي دي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه پروګرام په خپل میاشتني راپور کې چې د اپریل په ۱۳ مه یې خپور کړی ویلي:
«د متحده ایالاتو د بشري مرستو ځنډول، په ځانګړي ډول د خوړو د پروګرام سره د مرستو کمول د خوړو خوندیتوب ته جدي خطرونه پېښوي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې په بهرنیو مرستو تکیه کوي»
ډبیلو ایف پي د مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ایران او پاکستان په دې هیوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او د راپورونو له مخې له ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسي دوه میلیون او اوه لکه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا یو میلیون او شپږ لکه افغان کډوال له پاکستانه او یو شمېر له ایرانه افغانستان ته ستانه شي.
ډبلیو ایف پي ویلي چې د راستنیدونکو مخ په زیاتیدونکي شمیر د خوړو، سرپناه او کارموندنې غوښتنه زیاتوي، پداسې حال کې چې ډیری راستنیدونکي د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او اړینې سرچینې نلري.
ټولنیز فعالان په اوسنیو حالاتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام جدي اړتیا بولي.
له ډلې مجیب لحاظ افغانستان ته د کډوالو ستنېدو ته په اشارې ازادي راډيو ته وویل:
«دا خلک نهایت مجبور او په بیلابیلو برخو کې مرستو ته اړتیاوې لري، له خوراکي توکو نیولې تر سرپنا او روغتیايي مسایلو پورې، دوی د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري، نړیواله ټولنه باید د بشري همدردۍ پر بنسټ عاجلې مرستې وکړي تر څو د یو انساني بحران مخه ونیول شي.»
دا اندېښنې داسې مهال دي چې متحده ایالاتو په وروستیو کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هیوادونو سره د مرستو د ځنډولو اعلان کړی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار د مرستندویه بنسټونو په چارو کې لاس وهنه رد کړې ده خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس ویلي متحده ایالات اندېښنه لري چې طالبان او حوثیان په افغانستان او یمن کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د دوی له مرستو ګټو اخلي.