د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو شمېر بزګران وايي سږ کال یې د هندواڼو حاصل ښه دی خو بازار نه لري. دوی وايي تېر کال د یو من هندواڼو بیه له ۵۰ تر اتیا افغانیو رسېده خو سږ کال دا بیې په پالیز کې تر ۳۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې موسمي سیلابونو خلکو ته د سر او مال دروند زیان واړوه او د سیلونو څپه لا هم نه ده کراره شوې. ولې ډېر ځله په سېلونو کې د سر او مال د زیان کچه لوړه وي، ایا له مخکې خبرداری موجود دی؟ که شته څنګه او نور باید څه وشي؟
له اقتصادي فشارونو سره مخ ځینې افغان کورنۍ وايي چې د روغتیایي لګښتونو او منظمو درملو د پېر وسه نه لري. ځینې یې وايي چې په سختو روغتیایي حالاتو کې هم روغتیایي مرکز ته د تلو وس نه لري او ډیر وخت له ګاونډیانو او خپلوانو د درد ضد او نور درمل اخلي.
په افغانستان کې د اوبلنو ګازو د بیو لوړېدو خلک ستونزو سره مخ کړي. دوی وايي، د کور کار، اخلی پخلی تول په ګازو دی. له نېږدې لس ورځو راهیسې په دغه هیواد کې د تیلو او اوبلنوګازو بیې خورا لوړې شوې دي. جزئیات په راپور کې وارئ:
د یکشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان- ازبکستان دتجارتي فورم غونډه د چارواکو او سلګونو سوداګرو او پانګوالو په ګډون پیلیږي. د ازبکستان مرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف غونډه کې ګډون لپاره دشنبې په ورځ کابل ته ورسید. اقتصادي کارپوهان د سیمې وضعیت ته په کتو دا غونډه مهمه ګڼي.
نور راوښيه