د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

له امریکا د زرګونو افغان کډوال د ایستلو اقدام ګڼ کسان اندېښمن کړي


امریکا ته انتقال شوي زرګونه افغانان د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي
امریکا ته انتقال شوي زرګونه افغانان د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي

په واشنګټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر هغه اقدام کلکې نیوکې کړي چې له مخې یې د افغانستان او کامرون د زرګونو اتباعو لپاره د  "لنډمهاله محافظتي استوګنې" یا "ټي‌پي‌اېس پروګرام لغوه کړی دی. کایر" CAIR " په یو بیان کې ویلي چې دغه خلکو د جګړې، ځورنونو او بې ثباتۍ له ویرې متحده ایالاتو ته پناه وړې ده.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او کامرون زرګونه وګړو لپاره د امریکا د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" پروګرام لغوه کړ، په واشنګټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا دا اقدام غندلی دی.

دغه سازمان چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو د مدني حقونو د تر ټولو لوی سازمان ادعا لري د شنبې په ورځ د اپریل ۱۲ مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه کورنۍ جلا کوي.

په اعلامیه کې د دې سازمان د اجراييوي ریس حسام علیوش له قوله ویل شوي:

«دا ډول پریکړې په ټولنه کې ویره زیاتوي او د بشري حقونو په اړه د حکومت په ژمنتیا باور له منځه وړي.»

ښاغلی ایلوش ویلي چې دا خلک د جګړې، ځورونې او بې ثباتۍ له ویرې تښتیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مکلالین د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۱ مه په یوه بیان کې وویل وزارت یې دې پایلې ته رسیدلی چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت معیارونه نه پوره کوي.

په همدې بنسټ به د مې له میاشتې څخه، یعنې ۱۸ ورځې وروسته، د هغو افغان او کامروني اتباعو د لنډمهاله محافظتي استوګنې اسناد چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي نور د اعتبار وړ نه وي.

یو شمېر افغانان چې په امریکا کې ژوند کوي او د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" پروګرام د پای ته رسېد بریښنالیکونه یې ترلاسه کړي وايي د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

له ډلې یې یو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته تللی او اوس د اخراج له خطر سره مخ دی:

«موږ فعلاً یو ایمیل ترلاسه کړی چې باید ژر تر ژره له امریکا ووځو ځکه چې موږ نور د لنډمهالې استوګنې یا پیرول مستحق نه یو، موږ ډېر اندېښمن یو ځکه زموږ ژوند په افغانستان کې په خطر کې دی او د پناه لپاره دلته راغلي یو، د افغانستان وضعیت لا هم جوړ نه دی، په حکومت کې کوم بدلون نه دی راغلی، چې موږ وکولای شو هلته لاړ شو، د تګ لپاره بل ځای هم نه لرو.»

دی وايي د کډوالۍ د برخې له وکیل سره یې مشوره کړې او هیله لري چې د لنډمهاله محافظتي استوګنه یې تر هغه وخته دوام وکړي چې په بل هیواد کې پنا ورکړل شي.

په ورته وخت کې د کډوالو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي د کډوالو په وړاندې د امریکا د حکومت دا اقدامات کولای شي ناوړه پایلې ولري.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل:

«له یوې خوا، ناڅاپي بدلونونه او په قانوني پروسه کې د روڼتیا نشتوالی د کډوالو ترمنځ بې باوري او ژورې اندېښنې راپیدا کړي دي، له بلې خوا، دا اقدامات کولای شي په نړیواله کچه د امریکا اعتبار تر زیانمن کړي او د افغان متحدینو سره یې اړیکې کمزورې کړي، په اوسني حالت کې، چې په افغانستان کې وضعیت ناڅرګند او خطرناک دی، د امریکا دا ډول اقدامات د کډوالو او افغان اتباعو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي دي.»

اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانان او ۷۹۰۰ کامرونیان به د متحده ایالاتو د دې اقدام له امله اغیزمن شي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول په بیاځلي په لاس کې واخیست، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډیر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.

دې ډلې له اویا زرو څخه ډیر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.

لنډمهاله محافظتي استوګنه د هغو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیږي چې طبیعي پیښې، جګړې او نورې استثنایي پیښې یې لیدلي وي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې، د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، هڅه وکړه چې د کډوالو د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" اسناد لغوه کړي، خو ناکام شو ځکه چې فدرالي محکمو یې مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG