د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

اوکراین کې د روسیې خونړي برید ۳۴ تنه وژلي، برید د امریکایي او اروپایي مشرانو غبرګونونه پارولي


پر سومي ښار د روسیې له برید وروسته وضعیت
پر سومي ښار د روسیې له برید وروسته وضعیت

د اوکراین پر سومي ښار د روسیې پروني خونړي برید د امریکا او اوروپایي مشرانو غبرګونونه پارولي دي.

د یکشنبې ورځې دغه توغندیز برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه ووژل شول او د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۱۱۷ نور ټپیان شول.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین دا برید " د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض " بللی او زیاته کړې ده چې اوربند ته پیاوړي اقدامات په کار دي.

په سیمه کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال ویلي، برید د سومي ښار په مرکز کې هغه مهال شوی چې ګڼه ګوڼه زیاته وه او مسیحیان د یکشنبې ورځې عبادت لپاره کلیسا ته روان وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلې یې دي، د همدې ډول غمیزو د مخنیوي لپاره د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

د بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا مشرانو هم برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG