په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام "یو ان-هابیتات" وايي، کابل چې د افغانستان د ښاري نفوس له څلویښت سلنې زیاته برخه لري، له هرو پنځو اوسیدونکو څلور یې په غیر رسمي او غیر پلان شوي سیمو کې ژوند کوي، هغه سیمې چې له اساسي ښاري خدمتونو بې برخې دي.
د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۳مه "یو ان -هبیتات" پر ایکس پاڼه لیکلي چې دا سیمې په ځانګړې توګه د شدیدو اقلیمي پیښو له امله زیان ګالې دي، هغه موضوع چې د دې ادارې په ټکو د اقلیم د بدلون په وړاندې د اغیزمنو ګامونو بیړنۍ اړتیا رابرسېره کوي.
له دې سره په افغانستان کې د دې پروګرام مشرې سټیفني لوس په خپله ایکس پاڼه لیکلي، تمه ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو په پراخه توګه بیا ستنېدل یوازې پر کابل ښار متمرکز نه وي، بلکې د کډوالو څپه نورو ولایتونو ته هم ولاړه شي.
نوموړې ټينګار کړی چې سرپناه، اوبو ته لاسرسی، خدمتونو او د ژوند فرصتونه د ادغام او باعزته ژوند بنسټونه دي او "يو ان- هبيتات" د ښارونوپه رسمي جوړښت کې د دغو سيمو د اوسېدونکو د پراخ پیوستون ملاتړ کوي.
غیر رسمي، غیر پلان شوي کورونه معمولا د قانوني چوکاټ څخه بهر او د ښاري نقشې له څارلو پرته رامینځته کیږي او ډیری دا سیمې له زیربنایي اساسي خدمتونه لکه پاکې اوبه، بریښنا، د ککړو اوبو مدیریت سیسټم او عامه ترانسپورت لږه ګټه پورته کولای شي.
يو شمېر کابل ښاريان هم وايي، چې په خپلو سيمو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
کله چې باران کېږي کوڅې ختټینې شي، د شپې د کوڅې وکیل یا مرستیال یې زنګ وهي، بیا بلدوزر راځي اوبه وباسي،
د دې ښار د پنځلسمې ناحیې یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل " کله چې باران کېږي کوڅې ختټینې شي، د شپې د کوڅې وکیل یا مرستیال یې زنګ وهي، بیا بلدوزر راځي اوبه وباسي، خاورې او رېګ پرې اچوي، او هر کله چې د اوبو له کمښت سره مخ شو، موټر راځي او اوبو ترې اخلو، هرو لس یا شلو ورځو کې بې اوبو کېږو او بیا له موټره اوبهاخلو".
دا ستونزې یوازې په کابل ښار پورې محدودې نه بلکې د ننګرهار د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي هم له دې امله شکایتونه لري.
د دې ښار یو اوسېدونکي چې نه غوښتل نوم یې خپور شي هم وویل"که باران وشي د دې لپاره چې سړکونه واړه دي د باران اوبه ټولې په سړک کې راټولېږي او تر دریو څلورو ساعتونو ډنډ ولاړېوې، دلته که هر چا کور کې بمیه وهلي وي اب یې ښې نه دي او یو رقم بوي کوي".
د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدو پروګرام “یو ان - هبیتات" مخکې ویلي وو چې د افغانستان ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په غیرپلاني او غیر رسمي سیمو کې ژوند کوي چې د دغه سازمان په خبره، د اقلیم له بدلون او طبیعي پیښو لکه سیلابونو، زلزلو او د اوبو له کمښت سرهمخ دي.
د نړیوالو بنسټونو او موسسو د موندنو له مخې، په افغانستان کې د طبیعي پېښو او اقتصادي ناورین له امله ښاري او کلیوالي کورنۍ په بېلابېلوکچو اغېزمنې شوې دي.
ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس په پیل کې ویلي و، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانګالی هېواد دی، چې له امله یې سخت زیانمن او له پایلو سره یې د مقابلې لپاره ډېرې کمې اسانتیاوې په واک کې لري.
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص ویلي،ټولو هېوادونو او بېلا بېلو لوریو ته اړینه ده چې د اقلیم له بدلون سره مبارزه وکړي او په هغو سیمو کې چې زیانونه ورسېدلي دي، په ګډه ورته کار وکړي.