ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې له دولتي ادارو څخه تازه ګوښه کړل شوي یو شمېر کارکوونکي وايي، سره له دې چې له دندو ګوښه شوي، دوی ته د بدیلو دندو فرصتونه هم نه دي ورکړل شوي.
په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د لسګونو زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږد لړۍ له څو میاشتو راهیسې بېبرخلیکه ده، تازه د امریکا کانګرس په ۲۰۲۶ مالي کال کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د تصویب غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ له درې کلن ځنډ وروسته د سولې لومړۍ مستقیمې خبرې د مې په ۱۶مه په استانبول کې وشي، خو دواړو خواوو دې خبرو ته د لوړې کچې پلاوي نهدي استولي، چې په خبرو کې د کوم لوی پرمختګ هېلې یې کمې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د دغه حکومت د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د پنجشنبې په ورځ د روسیې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
بېکوري په ډېری اروپايي هېوادونو کې افغان کډوالو ته یوه جدي ستونزه ده، خو په جرمني کې بیا ترې ډېر کړېږي.
د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت وايي، په متحده ایالاتو کې د مېشتو زرګونو افغان پناهغوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټيپياېس" پروګرام به د روانې مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، په کابل کې د چین، پاکستان او طالبانو درې اړخیزه ناسته شوې ده.
راپورونه وايي، هندي او پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کشمیر پر پوله پر یو بل هاوانونه او درنې وسلې کارولي دي، چې په ترڅ کې یې لږترلږه پنځه ملکیان وژل شوي دي.
د هند او پاکستان ترمنځ د تازه تاوتریخوالي له امله، د دواړو هېوادونو د کرکټ ستر لیګونه اغېزمن شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې هېواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په تیلیفوني خبرو کې د هند له وروستیو اقداماتو چې پاکستان "تحريکوونکي، غيرقانوني او يواړخيز "ګڼي، خبرې کړې دي.
اسلاماباد ویلي، چې د هند په بریدونو کې په پاکستان کې ۲۶ تنه وژل شوي دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا بریدونه "جګړهییز اقدام" بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې حق لري ورته "قوي ځواب" ورکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو او ټرانزیټي لارو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
په داسې حال کې چې د سالنګونو په ګډون، په بېلابېلو ولایتونو کې نن او سبا هم د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی، د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وايي، په شمالختیځ زون کې وروستیو سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې په خپلو سیمو کې د ښاري بسونو له نشتوالي شکایت کوي او د دې خدماتو د پیل کېدو او زیاتوالي غوښتونکي دي.
نور راوښيه