دغه ادارې په یوه اعلامیه کې افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو ملاتړ کړی دی.
په ورته وخت کې، له پاکستان څخه راستنېدونکې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې دوی اوس مهال له هېڅ ډول اسانتیاوو پرته ژوند کوي او د سرپناه، خوړو او د کار موندنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
۵۵ کلن خان ولي چې د یولس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، وايي په وروستیو کې په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوی او اوس مهال له هېڅ ډول اسانتیاوو پرته په پکتیا ولایت کې ژوند کوي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له پاکستانه ایستل شوی:
"موږ له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ یو، دلته هېڅ ډول امکانات نشته، شپه او ورځ په ډېره سختۍ تېروو، نه کور لرو نه جایداد، او تراوسه له موږ سره هېڅ ډول مرسته هم نه ده شوې. موږ ته باید ځمکه راکړل شي چې کور پرې جوړ کړو او خپل ژوند پکې وکړو. دویم دا چې موږ ته د کار زمینه برابره شي او له موږ سره اقتصادي مرستې وشي، څو یو ښه روزګار پیدا کړو."
د همدې ولایت په بایان سیمه کې استوګن رباني چې له تېر نږدې یو نیم کال راهیسې له پاکستانه ایستل شوی، وايي لا یې هم ژوند ښه لوري ته نه دی روان.
"له پاکستانه وایستل شو، دلته مې خپل او د ماشومانو راتلونکی ډېر تیاره دی، ماشومان مې له ښوونځیو پاتې دي. زه چې کار ته اړتیا لرم، هېڅ کار نه پیدا کېږي، اقتصاد مو خراب دی، پیسې نشته چې یا پرې د کار لپاره موټر واخلم یا پرې دوکان جوړ کړم. په ډېرو ستونزو سره خپلې ورځې او شپې تېروو."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره ADSP خبرداری ورکوي چې په جبري ډول افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د دوامدارو حل لارو پرته، به دا هېواد له اوږدمهاله بېثباتۍ سره مخ شي او په دې هېواد کې به بشري بحران لا نور خراب شي.
د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیواله کمپټه او د ناروې د کډوالو شورا د دې پلیټفارم غړي دي.
دغه ادارو د جمعې په ورځ، د مې ۲۳، په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له وړاندې وچکالۍ ځپلی او اقتصادي حالت یې کمزوری دی. همداراز، ستانه شوي کډوال د بېوزلۍ تر څنګ له سختې بېروزګارۍ سره مخ دي، او دوی ته باید کاري فرصتونه برابر شي.
په اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل ادارې او غړو یې له بسپنه ورکوونکو هېوادونو، ملي چارواکو او پراختیایي شریکانو غوښتنه کړې، چې دا بیرته راستنېدنه د لنډمهاله بحران په توګه نه، بلکې د بیرته راستنېدنې په پالیسیو کې د جوړښتي بدلون په توګه وګڼي.
دوی ټینګار کړی چې دا وضعیت د بیړني ظرفیت ازموینه نه ده، بلکې دا د دوامدارو پایلو د ترلاسه کولو، د انساني وقار د ساتنې او د افغانانو په راتلونکي کې د پانګونې لپاره د سیاسي هوډ ازموینه ده.
په اعلامیه کې راغلي، له هغه وخته چې پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې، نږدې یوه میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې دوی لا له وړاندې د اقتصادي ناورین، پراخې بېوزلۍ او خوندیتوب ننګونو سره مخ وو.
دغه ادارې ویلي تمه ده چې سږکال به شاوخوا ۶ لکه نور کسان افغانستان ته ستانه شي.
د اعلامیې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانه هم یو میلیون افغانان خپل وطن ته ستنېدو ته اړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه، دوه ورځې مخکې، د مې په ۲۲مه، د کړکېچ نړیوالې ډلې (ICG) له اروپايي ټولنې غوښتي چې له پاکستانه وغواړي خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي او د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
د یو این ایچ سي ار (UNHCR) په راپور کې راغلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۱۳مې پورې، ۱۸۶ زره او ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۵ زره یې په جبري ډول ایستل شوي دي.