د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۵

د انتالیا غونډې ګډونوال: دا بهیر کولی شي د افغانستان سیاسي راتلونکې کې د ټولو افغانانو ګډون ته لاره هوارې کړي


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر او د انتالیا د غونډې یو ګډونوال حامد عبیدي
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر او د انتالیا د غونډې یو ګډونوال حامد عبیدي

د انتالیا بهیر د څلورمې ناستې یوشمېر ګډونوال وایي، د دې ناستې خبرې اترې کولی شي د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د ټولو افغانانو مشارکت ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر او د ناستې یو ګډونوال حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل، په دې ناسته کې د افغانستان د روان ناورین د حل‌لارې، او داسې یو نظام د جوړېدو په اړه بحث وشو چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

نوموړي وویل:
«دا بحثونه د نورو بحثونو لپاره لار پرانیزي، ترڅو د دې خبرو د ټول‌ګډون لپاره زمینه برابره شي، او د افغانستان په قضیه کې ښکېل ټول لوري راشي، په دې بحث کې ګډون او خبرې وکړي، او د افغانستان د ستونزې او کړکېچ لپاره یوه ټول‌منلې او هر اړخیزه حل‌لاره وموندل شي.»

د انتالیا د بهیر څلورمه ناسته چې «د افغانستان د راتلونکې لپاره د مدني ټولنې او دموکراتیکو ځواکونو ملي خبرې» په نوم، د دوو ورځو لپاره د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شوې وه، د مې په ۲۷مه، سه‌شنبه پای ته ورسېده.

د دغه ناستې یوشمېر ګډونوالو چې سیاسي، مدني او رسنیز فعالان او دغه‌شان د افغان ښځو او ځوانانو استازي په کې دي، ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د افغانستان روانې ستونزې او ملي حل‌لارې وڅېړلې.

د ناستې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا ناسته د «جنیوا د دیالوګ او پرمختګ مرکز» او «د افغانستان د مدني او دموکراتیکو ځواکونو شبکې» په کوربه‌توب، د یوه ټول‌ګډونه او ملي ډیالوګ د پیل د بېړنۍ اړتیا په موخه جوړه شوې وه، او اصلي تمرکز یې د مدني ټولنې، سیاسي لوبغاړو، ښځو، او ځوانانو فعال ګډون ته وو، څو د افغانستان راتلونکې شکل ومومي.

د ترکیې په انتالیا کې د افغانستان د ښځو د حقونو د څارنې «ارسا» ټولنې بنسټ‌اېښودونکې او د ناستې یوه ګډونواله ډاکټره ذاکره حکمت وايي، چې په دې ناسته کې په دې هم ټینګار وشو چې افغان ښځې او نجونې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه په ټولو خبرو اترو کې اصلي محور وي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
«له هغو موضوعاتو څخه چې پرې خبرې وشوې، یوه دا وه چې باید نړیواله ټولنه پر طالبانو سیاسي فشارونه زیات کړي، او په ټولو خبرو اترو کې له دې ډلې «طالبانو» سره باید ښځې او نجونې د خبرو اصلي محور وګرځي.»

که څه هم د طالبانو حکومت د حکومت‌والي او پر ښځو د بندیزونو له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی، خو دوی تل خپل حکومت ټول‌شموله بللی او د ښځو حقونه یې هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي ګڼلي، او ټینګار یې کړی چې هر ډول خبرې اترې چې له افغانستانه بهر ترسره شي او د دوی استازي پکې ګډون و نه لري، بې‌نتیجې دي.

که څه هم دا ناسته د طالبانو د حکومت د استازو له حضور پرته ترسره شوه، خو ګډونوالو هیله ښودلې چې راروانې ناستې هر اړخیزې او عملي وي.

XS
SM
MD
LG