د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

ښار میشتې افغانان: ګرمي زیاته شوې او برېښنا کمه شوې


سږ کال په افغانستان کې هوا د نورو کلونو پرتله څو ورځې مخکې توده شوې ده. ورسره هم‌مهاله د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د تایمنیو د پخوانۍ پروژې اوسېدونکې معصومه وايي: "په څلورویشت ساعتونو کې مونږ شپږ یا اووه ساعته برېښنا لرو."
هغې ازادي راډیو ته وویل، د برېښنا کموالي د اوبو د کموالي په شمول له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. "په یو اپارتمان کې اوسېږم، په ورځ کې ډېره کمه برېښنا لرو، اوبه نه لرو، پکه نه شو چالانولی، ګرمي ډېره زیاته ده، واړه ماشومان لرو."
معصومه وايي، د دوی اوبه هم په برېښنا دي، نو چې برېښنا نه وي، اوبه هم نه لري.

اجمل بیا د کابل د احمدشاه بابا مېنې "ارزان قیمت" اوسېدونکی دی. دی هم ورته شکایت لري:
"په کابل کې د برېښنا ستونزه لا هم نه ده حل شوې، دولت د برېښنا د کمښت ستونزه په خلکو اچوي، چې په اوړي کې له پکو او یخچالونو کار اخلي. اوسمهال د کابل په اکثرو ناحیو کې خلک له دوه ساعتونو تر لسو ساعتونو برېښنا لري، او ګرمي ورځ تر بلې زیاتیږي."

مخکې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت دا خبره کړې وه، چې د ګرمۍ او یخنۍ په موسمونو کې له برېښنا استفاده ډېرېږي، نو ځکه پر برېښنايي سیستم د فشار د راکمولو له امله پرچاوۍ هم رامنځته کېږي.

وموغوښتل تازه د کابل ښاریانو د دې ستونزې په اړه د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت نظر هم ولرو، خو ویاند یې حکمت‌الله میوندي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا شکایتونه داسې مهال دي، چې مخکې د ۲۰۲۴ کال د ډيسمبر په ۲۸ نېټه باختر خبري اژانس د برېښنا شرکت په حواله خبر ورکړی و، چې د انرژۍ د تولید لپاره د حرارتي دستګاوو په کارولو سره په افغانستان کې د برېښنا پرچاوي کمه شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي و، په کابل کې د تره‌خېلو د انرژۍ د تولید د حرارتي دستګاه په فعالېدو سره یې پر هېوادوالو د برېښنا پرچاوي کمه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت دا ادعا هم کړې وه، چې په دې برخه کې له ډېرو هڅو سره توانېدلي، چې د تېرو کلونو په پرتله د برېښنا په پرچاوي کې د پام وړ کموالی راولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا "یواین‌ډي‌پي" په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو، چې د افغانستان د برېښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخ دی، چې پکې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتي برېښنا ډېره تکیه شامله ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار هم د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه اړتیا له ګاونډیو هېوادونو پوره کوي، او دغه هېواد په کلني ډول ۲۲۰ میلیونه ډالره د برېښنا په پېرلو لګوي.

ډېر ځله، په هغو هېوادونو کې چې له هغو څخه برېښنا واردېږي، د تخنیکي ستونزو او هلته د برېښنا د کمښت له امله، په افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرېږي.

XS
SM
MD
LG