نوموړي دغه خبرې د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د سناتورې جین شاهین د هغو پوښتنو په ځواب کې وکړې چې د هغو زرګونه افغانانو د برخلیک په اړه وې چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو ملاتړ کړی او اوس هم بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي.
مارکو روبیو ستونزه ومنله خو ټینګار یې وکړ چې دلته دوه جلا پروسې روانې دي: د ویزو ورکړه او د حکومت لخوا د انتقال لګښت. هغه وویل: "یو څه ګډوډي له دې امله ده چې آیا موږ د ویزو تر تایید وروسته د دوی د انتقال لګښت پر غاړه لرو که دا چې دغه کسان باید امریکا ته خپل سفر پخپله تنظیم کړي."
هغه دا هم څرګنده کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو امنیتي ارزونو کره والي ته هم بیا کتنه کوي، ځکه چې په وینا یې د مخکېنیو ارزونو په بهیر کې ځینې تېروتنې موندل شوې دي. روبیو ټینګار وکړ چې د یو شمېر افغانانو د ویزو غوښتنې له نژدې ارزول شوي ځکه چې له امریکايي استخباراتو یا ځانګړو ځواکونو سره یې نېږدې کار کړی دی، خو زیاته یې کړه چې له دوی سره د کورنیو غړو یا وابسته کسانو د شاملېدو له امله د غوښتنو بهیر بیچلی شوی دی. هغه وویل: "دا پروسه روانه ده او هیله لرو ډېر ژر به واضح ځوابونه وړاندې کړو."
د روبیو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کانګرس غړي او د بشري حقونو فعالان د ډونالډ ټرمپ پر ادارې فشار زیاتوي چې د جګړې پر مهال افغان شریکانو ته ورکړل شوې ژمنې دې عملي کړي. ګڼ شمېر افغانان لا هم په ناوړه شرایطو کې په درېیمو هېوادونو کې دي او د جبري ایستلو یا ځورونې له خطر سره مخ دي.
دا بحث په داسې حال کې کېږي چې د کانګرس غړو د افغانانو لپاره د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) د پروګرام د پراختیا لپاره نوې هڅې پیل کړې دي. د مې په ۱۶مه د دواړو ګوندونو ۱۰۶ غړو د ۲۰۲۶م کال د بودیجې لپاره د ۲۰ زره اضافي SIV ویزو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه د هغو افغانانو د زیاتېدونکي ناهیلۍ له امله شوې چې په پاکستان او افغانستان کې یې ژوند ورځ تر بلې خرابېږي.
د رویټرز خبري اژانس له قوله، د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲۰۰ زره ډېر افغانان امریکا ته د مختلفو لارو څخه لېږدول شوي دي. خو لسګونه زره نور لا هم په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ میاشتې د اجراییوي فرمان له کبله د کډوالو د منلو د پروسې ځنډېدلو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې دي. دغه فرمان د کډوالو د ټولو نویو غوښتنو منل تر هغې درولي څو چې د امریکا د بهرنیو مرستو او کډوالو د انتقال د پروګرامونو بشپړه ارزونه پای ته ورسېږي.