اصلي خنډ د ایران د یورانیم غني کولو وړتیا ده. هغه څه چې متحده ایالتونه ټینګار کوي چې باید په ټپه ودریږي، تر څو باوري شي چې ایران به خپل اټومي پروګرام د اټومي وسلو جوړولو لپاره نهکاروي.
خو د یورانیمو د غني کولو وړتیا ساتل د ایران لپاره هم مهمه مسله ګرځېدلې ده. د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د یورانیمو غني کول به "که د هوکړې سره وي او که بې هوکړې، دوام مومي."
عراقچي د مې ۲۳مه له تهران نه د ایټالیا پلازمېنې ته د روانېدو پر مهال په ایکس/ پخواني ټویټر ولیکل، چې د هوکړې تر لاسه کول په دې پورې اړه لري چې امریکا به د یورانیمو د غني کولو په اړه خپل دریځ نرم کړي یا نه.
هغه ولیکل: "د هوکړې لاره معلومول سخت کار نه دی، اوس د پرېکړې وخت دی."
د ډونالډ ټرمپ اداره ټینګار کوي چې ایران باید د یورانیمو د غني کولو ټول فعالیتونه ودروي. دا دریځ د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف داسې بیان کړ: "ځکه چې غني کول د اتومي وسلو د جوړولو وړتیا ورکوي."
همدا دریځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مې ۲۱مه د سنا یوې کمېټې ته په خبرو کې هم انعکاس کړ، هغه وویل، د یورانیمو: "هر ډول کورنی غني کول د منلو وړ نهدي او مستقیم ګواښ جوړوي."
ویټکوف، چې د خبرو په بهیر کې د امریکا استازیتوب کوي، له هغې راهیسې چې د عمان په منځګړیتوب خبرې پیل شوې، خپل دریځ یو څه بدل کړی دی. یوه مرحله کې یې وړاندیز وکړ، چې واشنګټن به له ایران سره د درې عشاریه اوه شپیته په خالصوالي د یورانیمو غني کول ومني. دا هماغه څه دي، چې ایران ته د ۲۰۱۵ م کال د اټومي هوکړې له مخې اجازه ورکړل شوې وه، هغه هوکړه چې ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په پیل کې لغوه کړې وه.
د خبرو د ژغورلو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو نظر دا دی، چې یو سیمهییز اټومي کنسرسیوم جوړ شي، چې ایران، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او ښايي امریکا پکې شامل وي.
عراقچي روانه اونۍ وویل چې ایران له دې نظریې سره مخالفت نهلري، خو ټینګار یې وکړ، چې هیڅ ډول ابتکار به د دې لامل نهشي چې ایران له یورانیم غني کولو لاس واخلي.
د امریکا د دفاع استخباراتو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې ایران "تقریباً په یقیني ډول اټومي وسلې نه جوړوي"، خو "په وروستیو کلونو کې یې داسې فعالیتونه کړي، چې که وغواړي د دې وسلو جوړول ورته اسانه شي."
اوس مهال ایران یورانیم تر ۶۰ سلنې خالصوي، چې دا د وسلو د جوړېدو له کچې سره نژدې ده. ایران ویلي، که څه هم تیار دی چې دا کچه راکمه کړي، خو د تهران ریاکټر لپاره ورته ۲۰ سلنه غني شوی یورانیم پکار دی.
له بلې خوا، اروپایي هېوادونو خبرداری ورکړی چې که ایران تر جون میاشتې پای پورې له امریکا سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ۲۰۱۵ هوکړې د ملګرو ملتونو بندیزونو د "بیالګولو" میکانیزم به فعاله کړي. دا میکانیزم د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسېږي، نو ایران، چې خبرداری یې ورکړی که بندیزونه بېرته ولګول شي عواقب به ولري، له وخت سره سیالي کوي.
جلا، راپورونه وايي، چې اسراییل د ایران سره د دې هېواد پر اټومي پروګرام د یوې هوکړې د نهلاسلیک په صورت کې د دې هېواد د اټومي تاسیساتو د بمبار پلان لري. دې په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي خبرداری ورکړی، که برید وشي، ایران به "ځانګړي اقدامات" وکړي.