د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

د طالبانو استخباراتو مولوي عبدالقادر قانت څلورم ځل نیولی؛ خپلوان یې نیونه اندېښمنوونکې بولي


عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د افغان دیني عالم مولوي عبدالقادر قانت خپلوان او نږدې ملګري ادعا کوي چې د طالبانو استخباراتو نوموړی د څلورم ځل لپاره نیولی او بندي کړی دی.

د مولوي قانت یو نږدې ملګری چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې له ښاغلي قانت سره یې د هغه دویم زوی هم نیولی او په خبره یې دا مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په څلوېښتم ریاست کې دي.

ده د پنجشنبې په ورځ (د غويي په ۳۲مه) ازادي راډیو ته وویل:
"د سه شنبې ورځې د مازدیګر څلور نیمې بجې وې چې له کوره یې ونیوو، دی د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې قصبې سیمې ته نږدې اوسېدو، چې طالبان ورپسې یو فیلډر موټر کې راغلل، د ده لاسونه یې وروتړل او موټر ته یې واچوو، او یو زوی یې هم ورسره ونیوو او ځان سره یې یوړل، تر اوسه یې د نیولو دلیل په اړه هېڅ نه دي ویلي. مولوي صاحب د شکر تکلیف لري نو په زندان کې یې پاتې کېدل د اندېښنې وړ دي."

دې کس او د مولوي عبدالقادر قانت یو بل خپلوان چې دیني عالم دی، او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغه د ژر تر ژره خلاصون لپاره اقدام وکړي.

د مخکینیو راپورونو پر بنسټ، مولوي عبدالقادر قانت او یو بل دیني عالم محمود حسن د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۸مه په یوه غونډه کې د طالبانو د حکومت د مشرانو لخوا د واک د انحصار په اړه د ویناوو له امله هم نیول شوي وو.

دغه‌شان د نوموړي د نیول کېدو راپورونه د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې هم خپاره شوي وو، خو د طالبانو حکومت د نوموړي د نیونو دا راپورونه نه رد او نه تایید کړي وو.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د مولوي قانت د تازه نیول کېدو په اړه هم د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د دې دیني عالم د نیولو په اړه غبرګون ښودلی، او د چهارشنبې په ورځ یې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د هغه د نیولو پر مهال په امنیتي کمره د اخیستل شوې ویډیو په خپرولو لیکلي چې «مولوي عبدالقادر قانت، هغه «دیني» عالم چې د طالبانو پر ظلم او د دوی د مشر ملا هیبت الله پر کړنو نیوکه کړې وه، یو ځل بیا د طالبانو د استخباراتو څانګې پورې تړلو کسانو لخوا نیول شوی دی.»

د یادونې ده چې دوه اوونۍ مخکې په هلمند کې دیني عالم بشیر حنفي هم یو شمېر رسنیو سره د مرکې له امله نیول شوی وو.

د نوموړي خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا کړې وه.

دغه‌شان یو شمېر کورنیو رسنیو بلخ کې د مولوي عبدالقاهر په نوم د یو دیني عالم د نیولو راپور هم ورکړی و.

د هغه په اړه ویل شوي وو چې په روضه شریف کې یې د تېرې جمعې ورځې (د غويي په ۲۶مه) په خطبه کې ویلي وو، چې توکم‌پالنه د اسلامي نظام ماتې ته زمینه برابروي.

خو د طالبانو حکومت دا نیونې هم رد یا تایید کړې نه وې.

د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي د دیني عالمانو یا د دوی په خبره، هر هغه څوک چې د طالبانو پر پالیسو نیوکې کوي، نیول د بشري موازینو او انساني کرامت خلاف عمل بولي.

له دې ډلې د بشري حقونو فعالې صفیې عارفي ازادي راډیو ته وویل:
"طالبان هر هغه څوک چې د دوی د پالیسو او سیاستونو پر څرنګوالي نیوکه کوي، هغه که مدني فعالین، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، عالمان، استادان، روڼ اندي، سیاستوال یا هرې کټګورۍ کې چې وي، ان که عام خلک هم وي، نیسي یې. ښاغلی قانت هم پر طالبانو د دوی پر سیاستونو د نیوکو له امله نیول شوی. له تورنو سره د طالبانو چلند کې هېڅ ډول اصول او قوانین په پام کې نه نیول کېږي، چې یو همدا کورنیو ته یې د احوال نه ورکړل دي."

د طالبانو حکومت مخکې هم د پوهنتون یو شمېر استادان، مدني، د بشري حقونو، ښځو او زده کړو د حقونو فعالان چې د دوی د حکومت پر کړنلارو یې نیوکې کړې وې، نیولي او بندیان کړي، چې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG