د سهشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وویل، اروپايي ټولنه به د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو د ملاتړ لپاره پنځه نیم میلیونه ایرو مرسته برابره کړي.
اروپايي ټولنه دا ګام وروسته له هغې اخلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو لپاره د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوې بودیجه بنده کړه.
کالاس په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:
"په داسې حال کې چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل مخ په زیاتېدو دي، خپلواک ژورنالیزم تر بل هر وخت زیات ارزښت لري."
هغې وویل، دا بیړنۍ مرسته "به د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو د حیاتي فعالیتونو ملاتړ وکړي" او دا یې "لنډمهاله بیړنۍ بودیجه" وبلله چې د خپلواک ژورنالیزم لپاره د "خوندیتوب جال" برابر کړي.
د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو عمومي ریس سټیف کاپوس د اروپايي کمیسیون د مرستیالې مشرې کایا کالاس او د چیک د بهرنیو چارو د وزیر یان لېپاوسکي او نورو د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي: "دا به موږ سره مرسته وکړي چې په موقتي توګه د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو فعالیتونه روان وساتو، او په اوږدمهاله توګه به موږ په امریکا کې د کانګرس له خوا د تصویب شوې بودیجې د راسپارلو لپاره حقوقي مبارزې ته دوام ورکړو."
د ښاغلي کاپوس په وینا، څو چې د امریکا د کانګرس له خوا د ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو لپاره تصویب شوې بودیجه ورکړل شوې نهوي، د دې رسنۍ دوام له ګواښ سره مخ دی.
ازادي اروپا راډیو /ازادي راډیو له هغې وروسته له مالي ستونزو سره مخ شوه چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د مارچ په ۱۵مه د دې رسنۍ لپاره د کانګرس له خوا تصویب شوې بودیجه بنده کړه. ازادي راډیو دا مهال د امریکا په متحدو ایالتونو کې د قضايي سیستم له لارې هڅه کوي څو د امریکا حکومت دې رسنۍ ته د کانګرس له خوا تصویب شوې بودیجه وسپاري.