ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړه د بهر میشتو افغانو جرګه وايي، تمه لري چې دا ځلي د طالبانو حکومت سره خبرې یې یوه ملموسه پایله ولري.
د افغان ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې ایټالیا ته د سلګونو افغان کډوالو د انتقال په برخه کې د سنت اِجیدیو ټولنې (Community of Sant'Egidio) د همکارۍ د اعلان هرکلی کوي.
په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل سره هممهاله، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې هییت او د بریتانیا شارژدافیر یو ځل بیا د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې، او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیز سملاسي لرې کړي.
د ترکیې یوې محکمې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو چې د اداري فساد تورونه پرې لګول شوي، د محاکمې تر پیلېدو پورې د بند حکم کړی دی. د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا اقدام ښايي د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت پر وړاندې د وروستیو لسو کلونو د اعتراضونو تر ټولو ستره څپه لاپسې پراخه کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي په اړه لا له وړاندې اندېښنې موجودې دي، تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
په روسیه کې د مرکزي آسیا مهاجر له هغه وروسته د زیاتې ځورونې او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه، څلور تاجک وګړي د مسکو په کروکس سټي هال کې د مرګوني برید په تړاو ونیول شول.
طالبانو د حکومت له بنده تر دوه کلونو زیات بند وروسته د امریکايي وګړي جورج ګلیزمن له خوشې کېدو سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د افغانالاصله امریکايي بندي، محمود شاه حبیبي د روغتیايي وضعیت په اړه ژور اندېښمن دي.
د ۲۹ ورځني ځنډ وروسته نن شنبه د مارچ ۲۲ مه د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه.
په افغانستان کې د ۱۴۰۴ لمریز کال په رارسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، سږنی نوروز د پخوا په څېر نه دی، او د اوسنیو شرایطو، اقتصادي ستونزو او د ټولنیزو محدودیتونو له امله یې دا ورځ نه ده نمانځلې.
تورخم دروازه لا هم د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو پر مهال ومنله چې د اوکراین د انرژۍ سکتور او بنسټیزو تأسیساتو پر ضد بریدونه د ۳۰ ورځو لپاره ودروي، چې دا د بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره یو ګام ګڼل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق ویلي، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژونده ایستل شوې دي.
ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې د بدلونونو لنډ تاریخ خپور کړی، چې پکې د تېرې پیړۍ مهمې شیبې او لاسته راوړنې راخېستل شوي دي.
عبدالله، چې په پاکستان کې د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال دی، وایي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي او د موبایلونو د ترمیم له لارې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او له دغه هېواده د شړلو بهیر په چټکېدو سره، "د پناه غوښتونکو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" په نوم د افغان کډوالو د حقونو يوې ملاتړې ډلې ویلي، د پاکستان پولیسو لږ تر لږه ۱۹۰ افغانان د دې هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې نیولي دي.
نور راوښيه