دوی وايي، ګڼو نورو نجونو او مېرمنو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
له دولسم ټولګي فارغه د کابل ښار اوسېدونکې ۲۱ کلنه نرګس بدر وايي: "دا سمه ده چې له کوره بهر د زده کړو او کار اجازه نه لرو، خو په داسې فضا کې چې محرمیت پکې رعایتېږي باید ځانونه ورسوو او فعالیت وکړو، څوک مو مخه نهشي نیولی."
وايي، هیله یې درلوده چې د اروپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې وکړي، خو د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت په بندیز سره یې دا هیله یوازې هیله پاتې شوه.
دا وايي، اوس له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په لاس جوړو شویو د مریو د دستکولونو او افغاني ګاڼو د تولید، ډیزاین او پلور انلاین کار کوي.
د نرګس په خبره، نه یوازې دا چې خپله یې ځان بوخت کړی، بلکې یو شمېر نورو له زده کړو پاتې نجونو ته یې هم د کار او بوختیا زمینه برابره کړې ده.
دې ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې ما خپل کار پیل کړ، یوازې وم، د محتوا له تولیده نیولې تر سفارشونو ثبتولو پورې هر څه ما خپله کول، خو چې کله مې کار و بار پراخ شو نو نورو بشري منابعو ته اړتیا پېښه شوه. فعلاً له ما سره له لسو تر دیارلسو نورو نجونو هم کار کوي. اوس چې محدودې یو، نو موږ باید له ذهني اړخه ځانونه محدود نه کړو."
د پلازمېنې کابل بله اوسېدونکې، او مخکې د کمپیوټر ساینس د برخې محصله چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي، هم ورته فعالیت لري.
دا هم وايي، د دستکولونو، افغاني جامو، ګاڼو او پڼو د تولید او خرڅلاو انلاین کار کوي او له زده کړو پاتې یو شمېر نورې نجونې یې هم له ځان سره بوختې کړې دي:
"دا نجونې چې راسره دي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې نور درس نهدی ویلی. خیاطۍ ته یې مخه کړې او اوس راسره کار کوي. یوه ښځه هم راسره ده چې له همدې خیاطۍ ډوډۍ خوري او خرڅ وباسي. زه اوس ۵۰ سلنه د خپلې کورنۍ اقتصاد کې مرسته کوم. پلار مې بېکاره دی او مور مې ښوونکې ده. فعلاً یوازې زه او مور مې د کورنۍ مصرف برابروو."
خو دا افغانې نجونې د کاروبار په برخه کې هم له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، چې تر ټولو عمده ستونزه یې د مناسب بازار نه شتون دی.
د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د افغاني جامو د ډیزاین او خرڅلاو د انلاین کار و بار یوې فعالې بیا، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې دوی په انلاین سوداګرۍ کې د خپلو ویډیوګانو، غږونو یا عکسونو په خپرولو هم له ګواښونو سره مخ دي.
د دې نجونو ستونزې مو د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرې عزیزې مومند او د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد سره هم شریکې کړې، خو دوی د راپور تر خپرېدو ځواب ورنهکړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی په سوداګریزه برخه کې د ښځو د فعالې ونډې ملاتړ کوي.
د یادونې ده چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۲۵ مه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یو راپور کې ویلي وو، چې ډېرې ښځې د طالبانو د پالیسیو په پایله کې د جنسیتي محدودیتونو له کبله له خنډونو سره مخ دي. دوی په اسانه بازار ته لاسرسی نهلري، نهشي کولی چې د سوداګرۍ لپاره پانګونه وکړي، جوازونه ترلاسه کړي او خپل فعالیتونه ثبت کړي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته طالبانو پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
دوی له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي، ډېري دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کار هم راګرځولي، ان تر دې چې شخصي سینګارخونې یې هم تړلې او له محرم پرته د لرې واټن سفر یې هم پرې بند کړی دی.
په راپور کې مرکه شوې نجونې د طالبانو له حکومت غواړي چې د زده کړو او کار په ګډون پر دوی لګول شوي ټول محدودیتونه لرې کړي.