یو افغان ځوان چې یوه موده یې تمباکو استعمال کړی او اوس یې نه استعمالوي، وايي، دې کار یې په روغتیا مثبت اغېز کړی او ژوند یې ښه شوی دی.
دی له نورو کسانو غوښتنه کوي چې د تمباکو استعمال پرېږدي.
دی چې د ننګرهار اوسېدونکی دی او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي ستونزې او بېکاري لامل شوې چې د نصوارو او تمباکو استعمال ته مخه کړي:
"اول مې نصوار کول، وروسته مې سګرت هم شروع کړل، دا ټول د ژوند د مشکلاتو له امله وو. لس کاله مې استعمال کړل، وروسته مې نږدې یو نیم کال نشهور ټابلیټونه استعمال کړل، خو اوس شکر هیڅ نه کوم او صحتمند یم."
د کابل یو اوسېدونکی محمد طاهر ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په خپله یې هیڅکله تمباکو نه دي کارولي، خو د هغه یو نږدې ملګری د تمباکو د څلورو لسیزو د استعمال له امله د سږو په ناروغۍ اخته شوی وو، چې وروسته د همدغه ناروغۍ له امله ومړ:
"زما یو نږدې ملګری چې ډېر قوي او صحتمند انسان وو، همدې سګرتو او نصوارو داسې حالت ته ورسوه چې ان اخر ترې ومړ. که څه هم ډېرو ډاکترانو ته ولاړ، خو نتیجه یې ورنهکړه. هغې به په ورځني ډول دوه ډبي سګرت څکول او نصوار یې هم عادت وو."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د تولید ترڅنګ، تمباکو له یو شمېر نورو هېوادونو نه هم واردېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"تېر کال، له ایران، پاکستان او سعودي عربستان څخه شاوخوا یو نیم زره ټُنه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت وارد شوي وو. په افغانستان کې د تنباکو مصرف کم دی، نو واردات هم کم دي، او سربېره پردې، دا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم تولیدېږي."
د روږدیتوب د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران د تمباکو کارول روغتیا ته زیانرسونکي بولي او ټینګار کوي چې استعمال یې ان د مړینې لامل کېدای شي.
له ډلې یې ډاکتر فرید بذکر ازادي راډیو ته وویل:
"د تنباکو له بېلابېلو لارو کارول کېږي، لکه د سګرټو، چلم او نصوارو له لارې چې په روغتیا مستقیمې اغېزې لري. د خولې له ناروغیو نیولې، د سږو تر ناروغیو او ان د مړینې لامل کېږي. د دې ترڅنګ، نصوار او سګرټ د سینې د دردونو لامل هم کېږي."
نن د می ۳۱مه، د تمباکو د نه کارولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
یو شمېر افغان ځوانان چې له یوې مودې وروسته یې د تمباکو استعمال پرې ایښی، وایي دې کار یې روغتیا ښه کړې او نور هم هڅوي چې د تمباکو استعمال پرېږدي.