په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ په اړه د دې هېواد حزب اختلاف ګوندونو د حکومت پرضد مظاهرې پیل کړې دي. د دې هېواد شمارياتو دفتر ( پاکستان بېورو اف سټېټسټکس) څو ورځې وړاندې ويلي ول چې په دې وروستيو کې د ګرانۍ کچه ۱۲.۶۶ وه. د دفتر له مخې، په دې وروستيو کې د ۲۲ خوراکي شيانو بيې لوړه شوې دي. خو پوښتنه دا ده چې حزب اختلاف دا احتجاج د سياسي ګټو لپاره استعمالوي او که نه په ریښتیا به د ګرانۍ په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبولای شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱
په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکيو څخه د ليرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړيو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی البته په دې اړه د اسمبلۍ غونډه لاهم رابلل شوې نه ده. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې دا کتل شوي چې ایا د واکمن ګوند د اسمبلۍ ځينې غړي او حزب اختلاف به وتوانېږي چې جام کمال له څوکۍ ليرې کړي؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.