د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

وبښئ، دلته ۹ فبروري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.

چار شنبه ۵ فبروري ۲۰۲۰

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د سیمې په ګټه که تاوان؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امريکا ولسمشر د فبرورۍ پر څلورمه کانګرس ته په کلنۍ وينا کې ويلي، هڅه کوي د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان له افغانستانه ستانه کړي. پوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به ګټه او که تاوان ولري؟ دا موضوع مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې په کابل کې د افغانستان د سولې او بهرنيو چارو له پوه داود محمد او د پېښور پوهنتون د سيمه ییزو مطالعاتو مرکز له پخواني مشر ډاکټر سرفراز سره څېړلې ده. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په منلو کې خنډونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پوځ له مشره واخلې بيا تر وزيراعظم عمران خان پورې ټول د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې جايزې بولي خو بيا ولې حل کېږي نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير، پېښور کې خبريال او څېړونکي محمود جان بابر او په کوټه کې د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG