له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د سیمې په ګټه که تاوان؟
د امريکا ولسمشر د فبرورۍ پر څلورمه کانګرس ته په کلنۍ وينا کې ويلي، هڅه کوي د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان له افغانستانه ستانه کړي. پوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به ګټه او که تاوان ولري؟ دا موضوع مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې په کابل کې د افغانستان د سولې او بهرنيو چارو له پوه داود محمد او د پېښور پوهنتون د سيمه ییزو مطالعاتو مرکز له پخواني مشر ډاکټر سرفراز سره څېړلې ده. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.