د پوځ له مشره واخلې بيا تر وزيراعظم عمران خان پورې ټول د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې جايزې بولي خو بيا ولې حل کېږي نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير، پېښور کې خبريال او څېړونکي محمود جان بابر او په کوټه کې د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ سره څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۳۱ جنوري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۹ جنوري ۲۰۲۰
د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز د پاکستان سفر پر مهال ددې هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکيو سره لېدنې کړې دي. دوی د سوداګرۍ، پنګه اچونې، افغانستان او پر ځینو نورو موضاعاتو خبرې وکړې. يو وخت د دواړو هېوادونو تعلقات زيات خراب شوي ول چې اوس د دواړه غاړو په وينا ورو ورو په سمېدو دي. پوښتنه داده چې هغه کوم لاملونه دې چې له کبله يې تعلقات په ښه کېدو دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفرازخان او د پاکستان پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير سره څېړل شوې دي.